د يو تركي سرتيري شهادت
د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت د نسايبين په ولسوالۍ كې د ترهګرو لخوا د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې په پايله كې يو تن سرتېرى شهيد او ۴ تنه نور ټپيان شول.
457494
د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت د نسايبين په ولسوالۍ كې د ترهګرو لخوا د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې په پايله كې يو تن سرتېرى شهيد او ۴ تنه نور ټپيان شول.
په سيمه كې د مارچ د مياشتې د ۱۴مې نېټې راهيسې پر تګ راتګ بنديز لګول شوى دى او د امنيتي ځواكونو لخوا تصفيوي عمليات دوام لري.
د بله پلوه ترهګرو د باتمن په ولايت پر يو ښوونځي باندې بريد وكړ. د بمي بريد په پايله كې د ښوونځي ښيښې او دروازې ماتې شوې. د پېښې پر مهال په ښوونځي كې زده كوونكي نه ول چې په پايله كې د يو لوى ناورين مخه ونيول شوه.