په تركيه كې په شخصي لګښت د زده كړو امكانات

په تركيه كې په شخصي لګښت زده كړې د توقع خلاف ارزانه دي. سربېره پر دې د پوهنتونونو لخوا د بهرنيو زده كوونكو د منلو شرايط هم اسانه دي.

456590
په تركيه كې په شخصي لګښت د زده كړو امكانات


تركيه په نړۍ كې د ۱۶م او په اروپا كې د شپږم لوى اقتصادي هېواد په توګه د ځوان نسل روزنې ته ځانګړى اهميت وركوي. د تركيې يو زيات شمېر پوهنتونونه د پرمختللو لوېديځو هېوادونو د درسي نصاب سره په موازي توګه فعاليت كوي او تحصيلي اسناد يې په ټوله نړۍ كې د اعتبار وړ دي.

د تركيې دولت هر كال د نړۍ د ټولو هېوادونو زده كوونكو ته شاوخوا ۵ زره دولتي بورسونه وركوي چې دې بورسونو ته د نړۍ د ګوډ ګوډ نه شاوخوا ۱۰۰ زره كسان مراجعه كوي. د پراخه رقابت د شتوالي له امله ډېرى افغان زده كوونكي ورته نشي بريالي كېدلى.

دا په داسې حال كې ده چې د تركيې ټول پوهنتونونه هغه زده كوونكي چې په شخصي لګښت لوړو زده كړو ته لېواله دي، مني.

په تركيه كې په شخصي لګښت زده كړې د توقع خلاف ارزانه دي. سربېره پر دې د پوهنتونونو لخوا د بهرنيو زده كوونكو د منلو شرايط هم اسانه دي. هغه افغان ځوانان چې كورنى اقتصاد يې نسبتاً ښه وي، كولاى شي چې په ډېره آسانۍ سره د خپلې خوښې پوهنتون ته نومليكنه وكړي.

په تركيه كې يو شمېر افغان محصلين په شخصي لګښت د لوړو زده كړو په برخه كې افغان ځوانانو ته وړيا مشورې وركوي.

هغه كسان چې په هره رشته كې د لېسانس، ماسټرۍ او دوكتورا د اخيستلو لېواله دي لاندې فورم ډك كړئ او د وړيا معلوماتو لپاره د فېسبوك دا پاڼه در سره خوښه كړئ.

په شخصي لګښت د لوړو زده كړو د معلوماتو لپاره د فېسبوك دا پاڼه خوښه كړئ.

په شخصي لګښت د نومليكنې لپاره دا فورم ډك كړئ




اړوند خبرونه