د ايران- تركيې ترمېنځ مهمه ليدنه

استانبول پرون د ترهګري بريد تر سيوري لاندې د سوريې په اړه د يوې مهمې ليدنې كوربه توب هم وكړ.

454384
د ايران- تركيې ترمېنځ مهمه ليدنه



د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د خپل مل پلاوي سره په استانبول كې د خپل تركي سيال مولود چاوش اوغلو سره ليدنه وكړه. ظريف همداراز د لومړي وزير احمد داوود اوغلو او د ولسمشر اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شو.

د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ليدنو نه وروسته په ګډه خبري غونډه كې د ګډون پر مهال وويل چې د سوريې او اقتصادي اړيكو په اړه بحث وكړ.

چاوش اوغلو وويل چې دواړه هېوادونه په پام كې لري چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ حجم ۳۰ ميلياردو ډالرو ته لوړ كړي. سربېره پر دې هر كال شاوخوا ۱،۷ ميليونه ايراني سيلانيان له تركيې نه ليدنه كوي.

په سوريه كې د دايمي اوربند د هلو ځلو په درشل كې دواړو هېوادونو د سولې د خبرو اترو نه خپل ملاتړ يو ځل بيا څرګند كړ.

دواړو هېوادونو همداراز په عراق او سوريه كې ددې هېوادونو د ځمكنۍ بشپړتيا نه ملاتړ وكړ.

د سوريې د رژيم د مشر بشار اسد په اړه د تركيې دريځ څرګند دى او د سوريې په راتلونكې كې د نوموړي شتوالى د انقرې لپاره د منلو وړ نه دى. په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې.

پر ايران باندې د لوديځ لخوا د لګېدلو بنديزونو د لرې كېدو نه وروسته تركيه غواړي چې ددې هېواد تر ټولو لوى سوداګريز همكار پاتې شي.



اړوند خبرونه