د استانبول په ځانمرګي بريد كې وژل شوي بهرنيان

تېر ماښام د استانبول د ګڼې ګوڼې نه په ډك واټ كې چې د بهرنيو سيلانيانو د تګ راتګ مركز بلل كيږي ځانمرګى بريد ترسره شو چې په پايله كې يې ۴ تنه ووژل شول او ۳۶ تنه نور ټپيان شول.

454471

د پوليسو د لومړنيو معلوماتو په اساس بريد كوونكى ترهګر په لوى احتمال سره د داعش د ډلې پورې اړه لري. پوليسو د لا زياتو جزيياتو د وركولو نه ډډه وكړه.

د بله پلوه په پروني ځانمرګي بريد كې وژل شوي كسان ټول بهرنيان دي. په بريد كې ۳ تنه اسراييليان او يو تن ايرانى وژل شوى دى او د همداراز ۱۲ تنه بهرنيان چې ډېرى يې اسراييليان دي، ټپيان شوي دي.

د پېښې په اړه هر اړخيزې څېړنې روانې دي.

پوليسو د ترهګر هويت تثيبت كړى دى خو رسمي مقاماتو لا دا معلومات تاييد كړي نه دي.

اړوند خبرونه