ترکیې او اروپا د کډوالو په اړه تړون لاسلیک کړ

د کډوالو د ستونزې د حل په موخه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون جزیات معلوم شول.

453848
ترکیې او اروپا د کډوالو په اړه تړون لاسلیک کړ

په بروکسل کې د ترسره شوې سرمشریزې نه وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې په انقره کې د ځانمرګي برید له امله د ترکیې خلکو ته تسلیت وړاندې شوې دی. په اعلامیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ترکیې نه یو ځل بیا د ملاتړ اعلان شوی دی .

د نوموړي تړون له مخې د ۲۰۱۶ کال د مارچ د شلمې نیټې یعنې د یکشنبې د ورځې نه په اعتبار سره هغه کډوال چې په غیرې قانوني توګه د ترکیې له لارې اروپا ته تیریږي بیرته به ترکیې ته رالیږل کیږي. همداشان ترکیې ته د کډوالو د اعادې ټول مصارف به اروپايي ټولنې په غاړه وي.

د نوموړي تړون له مخې د یونان د ټاپوګانو نه ترکیې ته اعاده کیدونکي هر کډوال په بدل کې به اروپايي ټولنه د ترکیې نه په هماغه اندازه کډوال په رسمي توګه قبولوي. د ویلو ده چې د ترکیې نه د اروپايي ټولنې په غړیو هیوادونو کې د ځای په ځای کوونکو سوري کډوالو شمیره ۷۲ زره تنه ښودلې ده.

همداشان ددې تړون له مخې اروپايي ټولنه به د جون د میاشتې تر پایه پورې ترکي وګړو ته د اروپا ویزه له منځه یوسي.

د بله پلوه ترکیه به په هیواد کې د سوري کډوالو د ژوند د شرایطو د ښه کولو په خاطر ۳ میلیارده ایرو چې د اروپا نه يي ترلاسه کړي دي په مصرف ورسوي. همداشان اروپايي ټولنه به د ۲۰۱۸ کال تر وروستیو پورې ترکیې ته ۳ میلیارده ایرو اضافه مرسته برابره او وسپاري.

د نوموړي تړون له مخې په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د پوره غړیتوب د مذاکراتو په لړ کې به د مالي او بودیجې په اړه ۳۳ فصل د جون د میاشتې تر پایه پرانیزي.

د بله پلوه اروپا په خپله سوریه کې د سوري کډوالو سره د مرستې په خاطر د ترکیې وړاندیز هم منلی دی.

همداشان د ترکیې په وړاندیز د ګمرک د یووالي مسلې ته هم د تړون په متن کې ځای ورکړ شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي دي د اروپا او ترکیې ترمنځه د ګمرکانو د یووالي په مسلې د بیا کتنې په اړه د روانو چارو نه هر کلی کوي.


پيوندونه: #ترکیه , #اروپا , #کډوال

اړوند خبرونه