ترکي جنګي الوتکو د عراق په شمال درانده بریدونه وکړل

د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې ګڼ شمیر کمپونه لمنځه یوړل شول

454094
ترکي جنګي الوتکو د عراق په شمال درانده بریدونه وکړل

د ترکیې هوايي ځواکونو اړوند جنګي الوتکو پرون د ماښام په ساعتونو کې یو ځل بیا د عراق په شمال کې د پې کاکا ترهګري سازمان په کمپونو، مرکزونو، ډیپوګانو او پټنځایونو درانده ګوزارونه وکړل.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ترکیې د وسله والو ځواکونو اړوند جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د سینات، حفتانین او غارا په سیمو درانده هوايي بریدونه وکړل.

همداشان نن د سهار په ساعتونو کې د عراق په شمال کې د حاکورک په سیمه کې د ترهګرو د کمپونو او پټنځایونو د تثبیتولو نه وروسته د هوايي بریدونو لاندې ونیول شول.

د هیواد لوی درستیزوالۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې عملیاتو کې د ټانکر الوتکو سره جمعآ ۳۰ الوتکو ګډون کړی وو.

د عملیاتو په ترڅ کې د پې کاکا ترهګري سازمان اړوند تثبیت شوي ټولې سیمې له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه