د استانبول د ځانمرګي برید په اړه غبرګونونه
د لومړي وزیر مرستیال: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به پرته د ځنډه دوام وکړي
د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د استانبول په زړه د بې اوغلو د تکسیم میدان د استقلال په جاده کې د رامنځته شوي ځانمرګي برید په اړه د کورنیو چارو وزیر ایفکان اعلی نه معلومات واخیستل.
لومړي وزیر داوود اوغلو دا ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده. د بله پلوه د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند نعمان کورتولموش د برید نه وروسته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به پرته د ځنډه او خنډه دوام وکړي.
د هیواد د لومړي وزیر مرستیال دا څرګندونې په اوردو ولایت کې وکړې. هغه دا برید په کلکو ټکو وغنده او وویل چې پدې ظالمانو لعنت وایو او ددوی په ضد د ترهګریو بریدونو سره ځانونه نه اشنا کوو.
د بله پلوه د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د استانبول د خونړي ځانمرګي برید په اړه په غبرګون کې وویل چې ً ترهګرو یو ځل بیا خپله چټله څیره ټولو ته ښکاره کړه . ً
همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف چې د رسمي سفر په ترڅ کې استانبول ته راغلی دی خبري غونډه کې د برید په اړه وویل چې دا ترهګری برید په کلکه توګه غندو . هغه وویل چې هیواد يي هر وخت د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د دوست هیواد ترکیې څنګ ولاړ دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله