د سلګونو تنو کډوالو اروپا ته د تلو خیال په اوبو لاهو شو

په ترکیه کې په سلګونو تنه کډوال چې اروپا ته يي د تلو هڅه کوله ونیول شول.

453868
د سلګونو تنو کډوالو اروپا ته د تلو خیال په اوبو لاهو شو

د ترکیې د سواحلو د امنیت قومندانۍ د معلوماتو له مخې ۷۳۴ تنه ناقانونو کډوالو چې د ایژې د سمندر له لارې اروپا ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.

په خبر کې راغلي دي چې د هیواد د سواحلو د امنیت قومندانۍ د ایژې د سمندر په څنډه کې په پرتو څو سیمو کې د سلګونو تنو ناقانونه کډوالو په اړه راپور ترلاسه کړ.

د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د سواحلو د امنیت قومندانۍ د جاندارما د ځواکونو سره په ګډه د کډوالو د نیولو په خاطر پراخه عملیات ترسره کړل.

دا عملیات په عینې حال کې په ۸ جلا جلا سیمو کې ترسره شول ۷۳۴ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

په عملیاتو کې یوې الوتکې او لویې کښتۍ هم ګډون کړی وو. د عملیاتو په لړ کې د کډوالو سربیره ۱۶ تنه د انسان قاچاقبران هم ونیول شول.

د نیول شوو قاچاقبرانو نه دوه تنه د اوکراین وګړي دي.

د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د نیول شوو کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي. ویل کیږي نیول شوو کډوالو نه د سوریې د وګړو پرته نور ټول د ترکیې د پولو نه ویستل کیږي.

د هیواد د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې ددې کډوالو د نیولو سره په سمندرونو کې د کډوالو د احتمالي فاجعې مخه ونیول شوه.

د یادولو وړ ده چې ترکیې د کډوالو په مسله کې د اروپا سره تړون لاسلیک کړ. ددې تړون له مخې د مارچ شلمه د یکشنبې د ورځې نه په اعتبار سره هغه کډوال چې د ترکیې له لارې اروپا ته تیریږي بیرته به ترکیې ته سپارل کیږي. د همدې امله ترکیه ددینه وروسته اروپا ته د تیریدونکو کډوالو د مخنیوي په خاطر به د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.


پيوندونه: #ترکیه , #کډوال , #اروپا

اړوند خبرونه