ترکیې د تاریخي پیښو په اړه د یونان د ولسمشر او لومړي وزیر څرګندونې وغندلې
ترکیې د عثماني امپراتورۍ په وروستیو شپو ورځو کې د رامنځته شوو پیښو په اړه د یونان د ولسمشر او لومړي وزیر څرګندونې په کلکو ټکو وغندلې
د ترکیې د یونان د ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس او لومړي وزیر الکسیس چیپراس لخوا د ترکیې او ترک هویت په اړه د کړو څرګندونو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تانژو بیلګیچ پډې اړه وویل چې د ترکیې په اړه د یونان د ولسمشر او لومړي وزیر څرګندونې د یونان او ارمنستان د همغږۍ او د ترکیې پر وړاندې د ښکاره دښمنۍ ښکارندويي کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یونان نه د ارمنستان د ولسمشر سرژ سرکیسیان د لیدنې پر مهال د یونان د ولسمشر او لومړي وزیر لخوا د عثماني امپراتورۍ د پارچه کیدو په موده کې د رامنځته شوو تاریخي پیښو او د ترک هویت اړوند د کړو څرګندونو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه خبریالانو ته وویل چې دې څرګندونو ته په کتو سره د یونان او ارمنستان ترمنځه همغږي او د ترکیې او ترک هویت پر خلاف ښکاره دښمني ده. هغه وویل چې ترکیه او ترک ملت هر ډول د حقوقو پر خلاف ترسره شوي یو طرفه ، د حقیقت نه لرې د تاریخي پیښو په اړه د دښمنۍ نه په ډکو څرګندونو اعتبار نکوي.
د یونان لومړي وزیر د مارچ په ۱۵مه نیټه د یونان نه د ارمنستان د ولسمشر د لیدنې پر مهال داسې ویلي وو! د یونان او ارمنستان د خلکو تاریخ موازي دی. د هغه وخت تاریخ د ظلمونو نه ډک او په ارمنیانو او پونتوس رومیانو د ترسره شوي عام وژنې د نښو او نښانو نه ډک یو تاریخ دی.
همداشان د یونان ولسمشر بیا د ۱۹۱۵ کلونو د پیښو اړوند د ارمنستان د دریځ نه ستاینه وکړه او وویل چې دا ټول په اصل کې د کلونو کلونو راهیسې د یونان او ارمنستان د خلکو ترمنځه د قوي اړیکو او یووالي ښکارندويي کوي او دا یووالی به دوام وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.