په ترکیه کې د پارلمان د وکیلانو نه د مصئونیت حق اخیستل کیږي

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په پارلمان کې نورو سیاسي ګوندونو ته په ګډه د پارلمان د ټولو وکیلانو د مصئونیت د حق د لرې کولو وړاندیز وکړ

452704
په ترکیه کې د پارلمان د وکیلانو نه د مصئونیت حق اخیستل کیږي

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د هیواد په ملي شورا کې د ټولو وکیلانو د مصئونیت د حق لرې کولو وړاندیز وکړ.

لومړي وزیر داوود اوغلو په ملي شورا کې په نورو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې ً راځئ ټول په ګډه د مصئونیت حق لرې کړو. هغه وویل چې دم ګړۍ په ملي شورا کې د مختلفو وکیلانو د مصئونیت د حقونو د لرې کولو په خاطر ۵۰۶ د څارنوالۍ لخوا رالیږل شوي د وړاندیزونو دوسيې شتون لري. راځئ چې ټول په ګډه د مصئونیت حق له منځه یوسو.

لومړي وزیر داوود اوغلو وویل چې د عدالت او پراختیا ګوند پدې اړه کوم اعتراض او ډار هم نلري.

د بله پلوه د هیواد په ملي شورا کې د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ مخالفو ګوندونو د لومړي وزیر ددې وړاندیز نه ملاتړ اعلان کړ. هغوې وویل چې حاضر دي چې د مصئونیت حق له منځه یوسي.

د ترکیې په ملي شورا کې د جمهوریت خلق ګوند جګپوړي چارواکي لیونت ګوک خبري رسنیو ته وویل چې د لومړي وزیر دا وړاندیز ددوی د ګوند د اساساتو سره سمون خوري چې د همدې امله ترینه ملاتړ کوي.

همداشان د ملیت پالو غورڅنګ د ګوند استازي اوکتای اورال هم ویل چې په ملي شورا کې د څوکۍ د مصئونیت د حق نه پرته د نورو ټولو حقونو لمنځه وړو ته تیار دي. هغه وویل چې د ملیت پالو غورڅنګ ګوند ددې وړاندیز نه ملاتړ کوي.



اړوند خبرونه