د سینګاپور د چانګي هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو د ښه هوايي ډګر په توګه وټاکل شو.

د سینګاپور د چانګي نړۍوال هوايي ډګر د څلورم ځل لپاره پرله پسې د نړۍ تر ټولو د ښه هوايي دګر جایزه ترلاسه کړه

452750
د سینګاپور د چانګي هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو د ښه هوايي ډګر په توګه وټاکل شو.

نړۍوالو هوايي ډګرونو ته جایزه ورکوونکی د سکای ترکس څیړنیز شرکت په رسمي انټرنټ پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې په نړۍ کې مساپرو ته د ښه خدمت ورکولو په خاطر په ترسره شوې نظرسنجۍ کې د سینګاپور د چانګي هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو د ښه هوايي ډګر په توګه ټاکل شوی دی . همداشان د سویلي کوریا د پلازمینې سیول د انچیون هوايي ډګر دویم او د جرمني د مونیخ هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټولو د ښه دریم هوايي ډګر په توګه ټاکل شوي دي.

د ویلو ده چې د سینګاپور د چانګي نړۍوال هوايي ډګر دا څلورم کال دی چې په پرله پسې د نړۍ تر ټولو د ښه هوايي ډګر جایزه ترلاسه کوي. همداشان نوموړی هوايي ډګر په تیرو ۱۶ کلونو کې ۷ ځلې ددې جایزې لایق ګڼل شوی دی .

سربیره پر دې دا هوايي ډګر د مساپرو د انتظار په موده کې د هغوې لپاره تر ټولو د ښه سرګرمۍ د برابرولو په برخه کې هم په نړۍ کې تر ټولو د ښه هوايي دګر جایزه ترلاسه کړې ده .

د سکای ترکس څیړنیز شرکت د نړۍ په ۵۵۰ هوايي ډګرونو کې د ۱۰۶ بیلابیلو ملتونو د ۱۳ میلیونو ۲۵۰ تنو مساپرو سره مخامخ خبرې کړي او د هغوې نظر يي پوښتلی دی.

د ترسره شوې دې نظر پوښتنې په پایلو کې بیا د نړۍ تر ټولو ښه هوايي ډګرونه ټاکل شوي دي.



اړوند خبرونه