د ترکیې او ایران ترمنځه نوی پیل

د ترکیې له نظر منځنی ختیځ

451212
د ترکیې او ایران ترمنځه نوی پیل

پدې خپرونه کې د ترکیې او ایران ترمنځه په اړیکو کې د نوې پاڼې په اړه لنډ بحث کوو.

د ویلو ده چې د تیرو څو کلونو راهیسې د ترکیې او ایران ترمنځه په اړیکو کې د سوریې د مسلې له امله ځینې ستونزې رامنځته شوې وې چې په همدې چوکاټ کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ایران ته سفر وکړ. د لومړي وزیر دا سفر ددې پلوه د ځانګړي اهیمت خاوند وو.

د عرب پسرلي نه مخکې د ترکیې بهرني سیاستونه په نړۍ کې ټولو ستایل. ترکیې د منځني ختیځ د سیمې سره نوې پاڼه پرانیسې وه.

پدې موده کې ترکیې د سیمې د هیوادونو سره خپلې موجودې اړیکي په سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې لا لوړې سویې ته ورسولې . ترکیې پدې موده کې د جمهوریت په تاریخ کې بې سارو همکاریو ته لار پرانیستې وه. پدې موده کې د ترکیې او ایران اړیکو هم د هرې ورځې په تیریدو پرمختګ کولو او ډیرې مثبتې اغیزې پرې کړې وې.

د ویلو ده چې د ایران او نړۍوالې ټولنې ترمنځه د اټومي پروګرام په اړه د ستونزو پرمهال ترکیې او برازیل په ګډه ددې ستونزې د حل په خاطر مهم ګام پورته کړی وو. ددې سربیره ترکیې پدې موده کې تل د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام او انرژۍ د پروژې نه نه ملاتړ کولو. خو له بده مرغه چې د سوریې په مسله کې د دواړو هیوادونو ترمنځه اختلافات پيدا شول. ددې سربیره ددې دوو هیوادونو ترمنځه د عراق، لبنان او یمن په مسلو کې هم اختلاف د نظر پیدا شو. د بله پلوه پدې وروستیو کلونو کې د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځه د ستراتیژیکو اړیکو پرمختګ او همکاري د تهران غبرګون پارولی وو.

ددې ټولو پیښو له امله د ترکیې او ایران ترمنخه اړیکې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د سیاسي او سوداګرۍ د برخو په ګډون په هره برخه کې د پام وړ ضعیفه شوې وې. د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم چې په ۲۰۱۲ کال کې ۲۲ میلیارده ډالره وو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شو.

خو د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو تیره اوونۍ ایران ته د سفر نه د مخه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه به په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي. لکه مخکې چې مو یادونه وکړه د ترکیې او ایران ترمنځه د سیمه ایزو مسلو په اړه د اختلافاتو سره سره ترکیه او ایران د سوریې په مسله کې په لاندینیو پنځو مسلو کې سره په تفاهم ورسیدل.

۱- سیمه ایزې مسلې باید د سیمې هیوادونو لخوا حل کړی شي.

۲ - د سیمې په مسلو کې د سیمې نه بهر هیوادونه باید کلیدي رول ونلري.

۳ - د سوریې د ارضي تمامیت نه باید هر سړی پوره ملاتړ وکړي.

۴ - د موجود اوربند په دوام کې د هر هیواد ګټي نغښتي دي.

۵ - د سوریې د ستونزی د حل په خاطر د روانو هلو ځلو له امله رامنځته کیدونکي تابلو د تمثیل په خاطر باید هر څوک ډیر دقت وکړي.

ویل کیږي ایران ته د ترکیې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو دا سفر دا چا خبره د دواړو هیوادونو ترمنځه د موجودو اختلافاتو د لمنځه وړو او د اړیکو د مرمت او بیا رغونې په برخه کې یو مهم ګام وو. ددې سفر سره به د دوړاو هیوادونو ترمنځه سوداګریزې اړیکې یو ځل بیا وده وکړي.

ترکیه د ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا هیله لري. همداشان د دوړاو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو پراختیا د سیاسي اړیکو په قوي کولو هم مثبته اغیزه کوي. د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ایران ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنخه سوداګریز حجم ۳۰ میلیاردو ډالرو ته رسول ددوی هدف دی. دواړه هیوادونه به د انرژۍ، بانکي او ګرځندوی په برخو کې د همکارۍ په خاطر هم هلې ځلې وکړي.

ددې سربیره د دواړو هیوادونو ترمنځه د ریل ګاډو د پټلیو، لویو لارو او بندرونو د یو بل سره د نخلولو لپاره به هم کاري وشي.همداشان دواړو هیوادونو د ترجیح سوداګرۍ د تړون د چوکاټ د لا پراخولو پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې نن ورځ ترکیه ایران ته په کال کې ۳ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادارت لري. په ایران کې نږدې ۲۰۰ ترکي شرکتونو د ۲عشاریه ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګه اچونه کړې ده .

همداشان تمه کیږي چې پدې نږدې موده کې ترکي شرکتونه په ایران کې د نساجۍ، لویو لویو مارکیټونو د جوړولو، انرژۍ، هوټلدارۍ، ساختماني، اوسپنیزو پټلیو، لویو لارو جوړولو او موټرو په سکتور کې نوې پانګه اچونې وکړي.

ښه دلته د ټولو سره شاید دا پوښتنه پیدا شوي وي چې څه شی ددې لامل شول چې د ترکیې او ایران ترمنځه نوې پاڼه پرانیتسل شي؟

د هر څه نه مخکې په دواړو هیوادونو کې ترسره شوو وروستیو ټولټاکنو په حکومتونو د اعتماد او باور تازه کړ. د دواړو هیوادونو حکومتونه د اړیکو د پراختیا لپاره لیواله دي او پدې اړه ګډه اراده شتون لري چې دا خبره پخپله د یوې نوې دورې د پیلولو په خاطر لار پرانیزي.

دویم دا چې امریکا او روسیه د داعش په بهانه په سیمه کې په هره مسله کې مداخله کوي چې دا مسله هم ددې هیوادونو د اړیکو د قوي کولو او نوي پيل لامل ګرځي. د ویلو ده چې د امریکا لخوا د سوریې د ویشو او د روسیې لخوا د یو فدرال دولت د جوړولو په څیر څرګندونو د ترکیې او ایران سخت غبرګونونه او اندیښنې پارولي دي. همدا ګډې اندیښنې دواړه هیوادونه په ګډه توګه حرکت کولو او د یو بل نه ملاتړ ته مجبوروي. د بله پلوه د سوریې د روانې ستونزې په حل کې امریکا او روسیه غواړي چې ځان مخکې کړي او انقره او تهران شاته کړي چې دې مسلې د دواړو هیوادونو اندیښنې هم پارولي دي.

د بله پلوه د ترکیې او ایران ترمنځه په راتلونکي کې د اړیکو د څه ډول پرمختګ او سیر په خاطر یو زیات شمیر لاملونه شتون لري. همداشان سوریه او ترکیه دواړه پدې اړه چې د سوریې د روانې ستونزې د حل لاره جګړه نده همفکره دي. دواړه وايي چې جګړه د سوریې د لا ورانولو پرته بله کومه ګټه نلري.

ددې مسلې د حل یواځنۍ حل لاره سوله او خبرې اتري دي. همداشان ترکیه او ایران هم باید په یو بل د متقابلو تورونو نه لاس په سر شي.

نن ورځ د دواړو هیوادونو مشران پدې ښه پوهیږي چې دا دوه هیوادونه د سیمې تر ټولو قوی هیوادونه دي. ددې هیوادونو د اړیکو د پرمختګ او قوي همکارۍ سره به یو زیات شمیر ستونزې پخپله حل شي. دا مسله د یوې نوې پاڼې په پرانیستو سره د امکان وړ مسله ده . د ترکیې او ایران ترمنځه اړیکې د سیمې د استقرار له پلوه ځانګړی اهمیت لري.



اړوند خبرونه