د اروپا لخوا د تركيې بيا كشفول

د تركيې د لومړي وزير مرستيال نعمان كورتولموش وويل چې اروپايي ټولنې د كډوالو د كړكېچ پر مهال تركيه له سره كشف كړه.

449708
د اروپا لخوا د تركيې بيا كشفول


د تركيې د لومړي وزير مرستيال نعمان كورتولموش وويل چې اروپايي ټولنې د كډوالو د كړكېچ پر مهال تركيه له سره كشف كړه.

كورتولموش تېره شپه د يوې ټلوېزيوني شبكې سره په خبرو كې وويل د تركيې د روانو سياسي چارو په اړه معلومات وركړل. د تركيې په پارلمان كې د ترهګرۍ نه د ملاتړ كوونكو وكيلانو د قضايي مصونيت د لرې كولو په اړه وويل چې د ديموكراسۍ د ټينګښت لپاره د ترهګرۍ د ملاتړو وكيلانو قضايي مصنونيت به لرې شي.

كورتولموش د هېواد په ختيځ كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې د نظامي عملياتو په دوام باندې هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې `` د پې كا كا تر شا استخباراتي، لوژيستيكي، اقتصادي او سياسي ملاتړ موجود دى. دا ملاتړ د بهرنيو كړيو لخوا ترسره كيږي. بهرنۍ كړۍ غواړي چې سل كاله وړاندې نيمګړى انتقام اوس واخلي. دوى سل كاله وړاندې منځنى ختيځ په سرحدونو وويشلو. اوس غواړي چې د خلكو فكرونه او ذهنونه هم وويشي.``

د لومړي وزير د مرستيال د خبرو د اجندا بله مهمه موضوع بيا د كډوال كړكېچ وو. نعمان كورتولموش څرګنده كړه چې `` تركيې د سوري كډوالو د دين، مذهب او توكم د په نظر كې نيولو پرته ټولو سره انساني چلند كړى دى او ټول كډوال يې منلي دي. د كډوالو د موضوع په تړاو اروپايي ټولنې تركيه له سره كشف كړه. د تركيې پرته د اروپا لخوا ددې كړكېچ حل لاره ناممكنه ده. دوى په دې حقيقت پوه شوي دي. د كډوال كړكېچ زموږ په پرتله د اروپايي ټولنې لپاره تر ټولو لوى آزمېښت دى.``



اړوند خبرونه