د انقرې په زړه کې چاودنې له امله د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه
د انقرې په زړه د قزل ای په میدان کې چاودنه وشوه
![د انقرې په زړه کې چاودنې له امله د مړو شمیره ۳۷ تنو ته لوړه شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2bb7/09c9/25f5/56e5aaa61027b.jpg?time=1718835101)
د ترکیې د پلازمینې انقرې په زړه کې زوروره چاودنه وشوه.
چاودنه د ترکیې په خايي وخت د ماښام په ۶ بجو او ۴۵ دقیقو شاوخوا کې رامنځته شوه. چاودنه د انقرې په زړه د قزل ای میدان په ګون پارک کې رامنځته شوې ده. چاودنه د ترکیې د پوهنې وزارت او د د لومړي وزیر د پخواني دفتر ترڅنګ شوی ده.
چاودنه د ماښام په ساعتونو کې د ملي بسونو او مترو د عمومي تم ځای ترڅنګ د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په منځ کې رامنځته شوي ده . ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا دوه کیلومتره وړاندې په سیمه کې مځکه خورولې ده.
په نوموړې پیښه کې ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د چاودنې نه وروسته د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په مشرۍ بیړنۍ غونډه جوړه شوه. د غونډې نه وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر د عدلیې او روغتیا د وزیرانو سره په ګډه د پیښې او ځاني زیانونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د هیواد د کورنیو چارو وزیر افکان اعلی خبریالانو ته وویل چې برید د سیر په حالت کې د یو موټر پر مټ شوی دی . دا یو ځانمرګی برید وو . برید په ملکي وګړو شوی دی . هغه وویل چې پدې پیښه کې ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې د ۱۹ تنو روغیتايي حالت يي باریکه دی.
هغه وویل چې د پیښې پر ځای کی ډیر مهم دلایل موندل شوي دي. هغه وویل چې د پیښې په اړه د څیړونو د پایته رسیدو نه وروسته به يي عاملین اعلان شي. هغه زیاته کړه چې د ترکیې دښمنان به هیڅکله هم داسو شومو او بې شرمانه بریدونو سره خپلو موخو ته ونه رسیږي او دا برید په کلکه توګه غندو.
ټپیان د چاودنې سیمې ته نږدې په روغتونونو کې د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د تیرې میاشتې په ۱۷ مه نیټه هم په انقره کې د عسکري پرسونل د عملې په بس ځانمرګی برید شوی وو.
دا برید د تیر برید په یو کیلومترئ کې رامنځته شوی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718835101)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718835101)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله