نن د مارچ ۱۲مه نیټه ده چې په ترکیه کې د ملي سرود د ۹۵ یمې کلیزې سره سمون خوري.
د ترکیې ملي سرود ۹۵ کلن شو
د ترکیې ملي سرود د نن نه پوره ۹۵ کاله د مخه د ۱۹۲۱ کال د مارچ په ۱۲ مه نیټه ومنل شو.
د ترکیې جګپوړو چارواکیو ددې ورځې د اهمیت له امله د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملي سرود د ۹۵یمې کلیزې په ویاړ په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترکیې ملي سرود د استقلال او استقبال د مبارزې په دوران کې تر ټولو په سختو شپو او ورځو کې د هیواد د نامتو شاعر محمد عاکف ایرسوی لخوا چې د وطن او ملت د ازادۍ او استقلال او مینې له امله د پټنګ په څیر په اور سوځیده لیکل شوی دی . د ترکیې ملي سرود د ملت د زړونو ترجمان دی. ولسمشر اردوغان د ترکیې د ملي سرود نه د ملي مطابقت د متن په توګه یادونه وکړه.
همداشان د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو پدې اړه په خپور کړي د مبارکۍ په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې ملي سرود په اصل کې په هیواد کې د یووالي ، یو موټي کیدو او ملت د یو بل سره د نخولو وسیله ګرځیدلی دی.
هغه ویلي دي چې د ترکیې ملي سرود د خپلواکۍ او استقلال د مبارزې پر مهال د ملت د احساساتو ترجمان او ددې ښکلي داستان بیانوونکی دی.
هغه ویلي دي چې د هیواد نامتو شاعر محمد عاکف ایرسوی دا ملي سرود د وطن سره د بې ساري مینې په پایله کې لیکلی دی چې دا ملي سرود وطن د یرغلګرو نه د ژغورولو په خاطر د ملت ترمنځه د یووالي او ملي مبارزه ظفر ته د رسولو وسیله ګرځیدلی دی.
لومړي وزیر په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د هیواد د خپلواکۍ د مبارزینو نه محمد عاکف ایرسوی او ټولو اتلانو او شهیدانو شکر ادا کوو او د الله د دربار څخه ورته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو.
همداشان د هیواد د ملي شورا ریس اسماعیل قهرمان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د هیواد ملي سرود په اصل کې زمونږ د ملي هویت او ارزښتونو تر ټولو ښه انعکاس کوونکی دی.
هغه ویلي دي چې د ترکیې ملي سرود د یو شعر نه لا زیات د انسان په بدن کې جسارت او د راتلونکي لپاره د هیلو راژوندی کوونکی د خوښیو او جوش او خروش سرچینه ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله