د تركيې په ختيځ كې د ۲ پوليسو شهادت

د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت په مربوطاتو كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې په بريد كې دوه تنه پوليس شهيدان شول.

444338
د تركيې په ختيځ كې د ۲ پوليسو شهادت


د تركيې په ختيځ كې د ماردين د ولايت په مربوطاتو كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې په بريد كې دوه تنه پوليس شهيدان شول.

دا بريد په سيمه كې د ترافيكي كنترول او پوليسو د استوګنځايونو په سيمه كې په چاودېدونكو موادو بار د يو موټر په واسطه رامنځته شو.

په سيمه كې د ترهګرو د نيول كېدو په موخه پراخه تصفيوي عمليات پيل شوي دي.

دا په داسې حال كې ده چې د سوريې سره پولې ته څېرمه د دوه بهرنيانو په ګډون ۳ تنه چې غوښتل يې سوريې ته واوړي، د امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول.


پيوندونه: #شهادت , #پوليس

اړوند خبرونه