د تركيې د بورسونو لپاره د نومليكنې شرايط او امكانات

د تركيې د بورسونو لپاره د نومليكنې شرايط او امكانات

443717
د تركيې د بورسونو لپاره د نومليكنې شرايط او امكانات



د لېسانس د پروګرام د مينه والو لپاره شرايط
۱- د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكو د زېږېدو نېټه بايد د ۰۱-۰۱-۱۹۹۵ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۲۱ كلونو زيات نه وي.

۲ - د لېسې د دورې د درې كلنو نمرو اوسط يې لږ تر لږه تر ۷۰ سلنې لوړ وي.

۳- هغه كسان چې اوسمهال په تركيه كې په زده كړو بوخت دي، نشي كولاى چې بورسونو ته نومليكنه وكړي.

د ماسټرۍ او دوكتورا د پروګرامونو د مينه والو لپاره شرايط
۲- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۶ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۳ - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۱ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري.
۴- داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي.
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ.
هغو نوماندو ته لومړيتوب وركول كيږي چې د افغانستان په كانكور كې يې ګډون كړى وي او نسبتاً لومړې نمرې يې اخيستې وي.
نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي.

د تركيې د تحصيلي بورسونو امكانات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ټول امكانات وړيا دي. ددې ترڅنګ لاندې خدمات هم په وړيا توګه وړاندې كيږي.
۱- محصلينو ته مياشتنى معاش
د لېسانس د پروګرامونو لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۶۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۲۹۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۸۵۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۴۰۰ ډالره كيږي.
د ماسټرۍ د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۱۲۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۵۵۰ ډالره كيږي.
د علمي څېړنو د پروګرام لپاره هره مياشت لږ تر لږه ۲۰۰۰ تركي لېرې وركول كيږي چې شاوخوا ۹۰۰ ډالره كيږي.
۲- استوګنه
په تركيه كې بورس لرونكي بهرني زده كوونكي په دولتي ليليو كې په وړيا توګه استوګنه كولاى شي. ددې ترڅنګ بهرني زده كوونكي كولاى شي چې په خپل مصرف كورونه هم ونيسي.
۳د پوهنتونونو فيس
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي د پوهنتونونو د فيسونو نه معاف دي.
۴وړيا روغتيايي خدمات
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكي كولاى شي چې د تركيې په هر روغتون كې په وړيا توګه د خپل ځان هر ډول درملنه وكړي. ګټونكي د وړيا روغتيايي بيمې مستحق كيږي.
۵ - د تركي ژبې زده كړه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته په لومړي كال د تركي ژبې وړيا زده كړې وركول كيږي. دا زده كړې يو تحصيلي كال `` ۹ مياشتې`` دوام كوي. پدې موده كې د بورس د ټولو اسانتياو نه برخمن كيدى شي.
۶د تګ - راتګ او ترانسپورټ لګښتونه
د تركيې د تحصيلي بورسونو ګټونكو ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ وركول كيږي. د يادولو وړ ده چې دا ټكټ، تركيې ته د لومړي ځل لپاره د راتګ او د زده كړو په پاى كې هېواد ته د بېرته د ستنېدو پر مهال وركول كيږي. د زده كړو پرمهال په رخصتيو كې هېواد ته د تګ راتګ لپاره د الوتكې ټكټ نه وركول كيږي.
۷ښاري ترانسپورټ
د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې د اړوندو ښارواليو لخوا د ښاري ترانسپورټ په برخه كې زده كوونكو ته تخفيف وركول كيږي. ددې تخفيف نه بهرني زده كوونكي هم ګټه پورته كولاى شي. حتى په ځينو ښارونو كې د بهرنيو زده كوونكو لپاره ښاري ترانسپورټ وړيا دى.


ددې لېنك له لارې كولاى شئ چې نومليكنه وكړئ



اړوند خبرونه