ترکیې د ناقانونو کډوالو پر خلاف جدي مبارزه پیل کړه

د ترکیې د سواحلو د امینت قومندانۍ د ټولو هغو لارو د پاسه چې ناقانونه کډوال اروپا ته د تیریدو په خاطر ترینه کار اخلي د امنیتي پوستو په جوړولو پیل وکړ

442879
ترکیې د ناقانونو کډوالو پر خلاف جدي مبارزه پیل کړه

ترکیې د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ مخنیوي په خاطر په جدي تدابیرو نیولو پیل وکړ.

د ترکیې د سواحلو د امنیت قومندانۍ په ټولو هغو سیمو کې چې کډوال ترینه اروپا ته تیریږي د امنیتي پوستو په جوړولو پیل وکړ.

د ترکیې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې هره ورځ په سلګونو او زرګونو تنه کډوال چې په خپلو هیوادونو کې د جګړو او ناخوالو نه راتښتي او ارامه ژوند په خاطر د خپل ژوند په بیه اروپا ته د تیریدو هڅه کوي. ددې کډوالو نه ډیری په سمندرونو کې ژوند د لاسه ورکوي چې ددې ځاني ضایعاتو او مرګونو د مخنیوي په خاطر يي په جدي تدابیرو نیولو پیل کړی دی .

د نوموړو تدابیرو په چوکاټ کې به په ترکیه کې ناقانونه کډوال د مځکې، هوا او سمندر له لارې د تعقیب لاندې ونیول شي.

همداشان د هیواد د سواحلو د امنیت قومندانۍ په ټولو هغو سیمو کې چې کډوال ترینه اورپا ته د تیریدو په خاطر کار اخلي د امنیتي پوستو د جوړولو پریکړه کړې.

په لومړني پړاو کې به د هیواد د ازمیر ، ایدن، چنه قلعه، موغلا او یو شمیر نورو ولایتونو کې په مهمو نقطو کې لکه د چشمې ، دیکیلي، بودروم، ایوه جک او داسې نورو ولسوالیو کې پوستې جوړې شي. وروسته حالاتو په کتو سره به د امنیتي پوستو شمیره نوره هم لوړه کړی شي.

په سمندرونو کې نیول کیدونکي غیرې قانوني کډوال به دې امنیتي پوستو ته سپارل کیږي او وروسته به خپلو خپلو هیوادونو ته استول کیږي.

د هیواد د سواحلو د امنیت قومندانۍ ۵ زره تنه پرسونل په دنده ګمارلي دي.

د هیواد د سواحلو د امنیت قومندانۍ د ۵ زرو تنو پرسونل سربیره په لسګونو چټکۍ کوچنۍ کښتۍ او چورلکې هم د ایژې سمندر ته استولي دي.

همداشان د سواحلو د امنیت قومندانۍ د ناقانونو کډوالو پر خلاف د پیل کړې جدي مبارزې په چوکاټ کې د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې په سلګونو تنه کډوال نیولي او د مرګ نه يي ژغورلي دي.



اړوند خبرونه