د اصطللاحاتو مناقشه او د ترهګرې ډلې فعاليت

د چين د لرغوني كلتور نامتو فيلسوف كنفوچيوس وايي چې `` كه غواړۍ چې يوه ټولنه، يو كلتور، يوه عقيده او حتى يو دين له منځه يوسئ، د هغوى د لارويانو سره د جګړې پر ځاى د ` اصطلاحاتو مناقشه`` رامنځته كړئ.

441602
د اصطللاحاتو مناقشه او د ترهګرې ډلې فعاليت




د اصطلاحاتو ترمېنځ مناقشه په دې معنى ده چې د يوې ټولنې د كلتوري او يا هم د ديني اساساتو او سپېڅلو متنونو اصطلاحات او د ناوړه موخو لپاره د هر چا لخوا جلا جلا تعبير شي. دا تعبيرونه د انسانانو ذهنونه مشغولوي او د اصطلاح اصلي معنى او مفهوم ترې هېروي.

په دې ټول پوهيږي چې ژبه د انسان لپاره د خداى ج تر ټولو لوى نعمت دى. انسان خپل چاپېريال د ژبې په واسطه پيژني او ورسره اړيكې ټينګوي. نړۍ د ژبې په واسطه ځانګړى مفهوم مومي. د ژبې په واسطه هم خبرې كوو او هم د نورو خلكو په اړه معلومات ترلاسه كوو.

كه چېرې د يوې اصطلاح اصلي مفهوم زموږ په ذهن كې په بل ډول تصوريږي نو د انسان لپاره تر ټولو لويه ستونزه ده. دا ځكه چې د طبعيت سره د انسان اړيكې يواځې د هغه په راز پوهېدل نه دي. ددې ترڅنګ په خپل ذهن كې د طبعيت په اړه فكر كول او هغه په خپل ذهن كې تصويرول دي. زموږ د ټولنې ټول كلتوري، سياسي، ټولنيز او حتى ديني اساسات په ځانګړو اصطلاحاتو ولاړ دي. دلته اصطلاح د ` شي د نوم` په معنى ده. د شي او د هغه د نوم ترمېنځ ناسمه اړيكه انسان غلطوي.

د همدې امله امام غزالي وايي چې د شي يا مخلوق او د هغه د نوم يا اصطلاح ترمېنځ سمه اړيكه د انسان په ذهن كې رامنځته كيږي. ددې لپاره بايد د دين اساسي اصطلاحات او د هغوى سم مفهومونه له سره را وسپړل شي او د علم په تله يو ځل بيا وتلل شي. تر څو د اصطلاحاتو د مناقشې پر مهال يې اصلي مفهوم ورك نه شي. د بېلګې په ډول د جهاد اصطلاح اوس د مناقشې په ډګر كې ځاى لري چې د يو زيات شمېر كړيو لخوا خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره كارول كيږي.

په ورځني ژوند كې هم داسې ډېر اصطلاحات شته دى چې چاته يوه معنى لري او چا ته بله معنى لري. د جهاد اصطلاح ته ورته بله مهمه او ناندريزه اصطلاح بيا `ترهګري` ده. د ترهګرۍ كلمه ډېره پراخه او هر اړخيزه ده. هره ډوله او يا ډله ددې نه ګټه پورته كوي. ددې اصطلاح تعريف او معنى هم د هر چا له نظره متفاوته ده. ددې تر څنګ ترهګرې دلې بيا د خپلو اعمالو د مشروعيت په موخه بېلابېلو نورې اصطلاح ګانې توليدوي او د دوى نه په ګټې اخسيتلو سره خپل ناوړه اعمال سر ته رسوي.

په تركيه كې د پې كا كا ترهګره ډله هم ورته ستراتيژي لري. دا ورانكارې ډله چې د تېرو ۳۵ كلونو راهيسې په سيمه كې په ورانكارو فعاليتونو لاس پورې كوي ستراتيژي يې هم `` غير نظامي جنګ`` دى. دا ډله له يوې خوا د تركيې د دولت سره وسله واله مبارزه كوي او د بله پلوه بيا د خلكو پر وړاندې مخرب كمپاين كوي. غير نظامي جنګ هغه څه ته وايي چې د وسلې پرته د كردانو پر عقيدوي، ټولنيز، كلتوري او حتى سياسي جوړښت باندې د پروپاګند له لارې بريدونه كوي. ځينې ټولنيز اصطلاحات په پخپله خوښه بدلوي او اصلي مفهوم يې د خلكو نه هېروي. دا ډله له د كردانو د كلتور او ژبې په بهانې سره حقيقتونه مسخه كوي.


پې كا كا نه يواځې د خلكو پر وړاندې ترهګري نظامي بريدونه كوي بلكې د كردانو پر ذهنونو باندې هم د پروپاګند له لارې بريدونه كوي او هغه ګډوډوي. د بېلګې په ډول دا ډله تل د ديموكراسۍ د اصطلاح نه ګټه پورته كوي. ګويا د كردانو لپاره د ديموكراتيك نظام د رامنځته كولو لپاره مبازره كوي او د هرې وينا سره د سولې اصطلاح هم له خولې نه نه غورځوي. په حقيقت كې دا ډله نه ديموكراسۍ سره اړيكې لري او نه هم د سولې په ارمان ده. دوى په دې ډول غواړي چې خپل ترهګر او ناولى مخ ددې اصطلاحاتو سره پټ كړي.


د پې كا كا لپاره ديموكراسي دا معنى لري چې نه يواځې كردانو بلكې د سيمې ټولو په ټولو اوسېدونكو باندې د ټوپك د قنداغ په زور خپله اراده او اقتدار ومني. يعنى د خلكو نه غواړي چې بې له قيده او شرطه ددوى غوښتو ته د تسليميت لپاره بيعت وكړي. اوس تاسې قضاوت وكړئ چې دا ستراتيژي د ديموكراسۍ سره اړيكې لري او كه نه؟




اړوند خبرونه