اردوغان : زمونږ لپاره د ترهګرو ترمنځه کوم فرق شتون نلري او ټول یو شان ترهګر دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې په اړه د ترکیې دریځ په اصل کې د بشریت عزت وژغورو.
ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې د پنځو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه دوام لري او دا هیواد نن ورځ د ترهګرۍ په صادرونکي هیواد بدل شوی دی . دا هیواد نن ورځ د داعش، النصرا، پي وای ډي، واي پي جي او یو زیات شمیر نورو ترهګرو لپاره د زیږیدو او لویدو په مرکز بدل شوی دی .
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په لوړه کچه د ترکیې او سومالي د ګډ فورم په شپږمه غونډه چې په استانبول کې جوړ شوی وو وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د ۳۰ کلونو راهیسې په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه کوي. زمونږ لپاره د ترهګرو ډلو ترمنځه هیڅکوم توپیر شتون نلري. د الشباب او داعش، د النصرا او پي کاکا، د پي وای ډي او واي پي جي ترمنځه هیڅډول کوم فرق نه کوو. ټولو ته یواځې او یواځې د ترهګرو ډلو په سترګه ګورو.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې نن ورځ ترهګري په لویې ډیرې لویې ستونزې بدله شوې ده . ټول باید په ګډه د ترهګرو او د ترهګرو نه د ملاتړ کوونکو هیوادونو پر خلاف غږ اوچت کړو.
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ ترکیه پرته د کوم قومي، ژبنیز، دیني او نورو توپیرونو او تبعیضونو نه د څه باندې ۳ میلیونو تنو کډوالو کوربه توب کوي.څه باندې ۳ میلیونو تنو کډوالو ته مو په خپلو کورونو کې ځای ورکړی دی .
ولسمشر زیاته کړه چې ترکیې په اصل کې ددې دریځ سره د ټولۍ نړۍ او بشریت غزت ژغورلی دی. هغه وویل چې دا کار مونږ د خپلو ګټو او یا د نورو موخو په خاطر نه یواځې او یواځې د خپل بشري او وجداني مسولیت له امله کوو.
خو له بده مرغه چې نن ورځ حالات داسې نقطې ته رارسیدلي دي چې ترکیه په یواځې ځان ددې دروند بار د اوچتولو توان د لاسه ورکوي.
ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې مونږ د بشریت د غزت د ژغورولو په خاطر کار کوو د اسد ملاتړ کوونکي هیوادونه خلک خپلو کلو او کورونو نه ویستو ته اړ کوي. د اسد د رژیم ملاتړ کوونکو هیوادونو پدې وروستیو کې په حلب او شاوخوا سیمو کې د ترکمنانو د سیمو په ګډو د عراق په شمال کې هوايي بریدونو ته زور ورته کړی دی . پدې هوايي عملیاتو کې په لسو ورځو کې څه باندې ۶۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی. ددې کسانو ډیر ملکي وګړي ښځې او ماشومان دي.
ولسمشر وویل چې ددې بریدونو له امله د کډوالۍ نوې څپې پیل شوې دي چې تر ټولو زیات ترکیه ورسره مخامخ ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله