اسلام ته د ترهګرۍ د زيان په اړه د اردوغان څرګندونې

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د اسلام سپېڅلي دين او مسلمانانو ته چې داعش، بوكو حرام، الشباب او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو څومره زيان رسولى دى د تاريخ په اوږدو كې نورو دښمنو عناصرو نه دى رسولى.

413173
اسلام ته د ترهګرۍ د زيان په اړه د اردوغان څرګندونې



اردوغان چې د قونيې په ښار كې د حضرت مولانا جلال الدين محمد بلخي د رحلت د ۷۴۲م كال په ياد غونډه كې وينا اوروله، يو ځل بيا د ترهګرۍ لخوا إسلام او مسلمانانو ته د اړول شوي زيان او خطر اشاره وكړه.
اردوغان وويل چې `` په اوسنۍ نړۍ كې پر إسلامي نړۍ د مسلط شوي ناورين له امله د إسلامي ورورولۍ او د محبت د مدنيت پر وړاندې دښمني هم زياته شوې ده.``
د اردوغان په وينا ``د ترهګرو ډلو لخوا د إسلامي سمبولونو نه ناوړه ګټه اخيستنه، د دوى پر اسلام دښمنۍ باندې پرده نشي اچولى. كه څه هم دوى د إسلامي احكامو د بدلولو سره غواړي چې په ټولنه كې يو شمېر بې علمه كسان وغولوي خو دا حقيقت به هېڅكله هم بدل نشي چې دوى د اسلام دښمنان دي. د دوى د عدالت او ظلم ترمېنځ هغه توپير هېڅكله نه دى درك كړى چې موږ ته د ستر پيغمبر حضرت محمد ص لخوا په ميراث را پاتى دى.``
ولسمشر اردوغان زياته كړه چې په اوسنيو حساسو شرايطو كې د مولانا په څېر د ديني عالمانو او تصوفي لارښودانو ته اړتيا ليدل كيږي. ``نن ورځ په هېواد او نوره نړۍ كې د روانو ظلمونو پر وړاندې د مبارزې په موخه زموږ د الهام سرچينه د مولانا جلال الدين بشردوستانه لارښوونې دي. ``


پيوندونه:

اړوند خبرونه