د سوريې خلك د نړيوالو زبر ځواكونو د رقابت قربانيان
د تركيې د لومړي وزير مرستيال يالچين اكدوغان د هېواد په سوېل كې د هتاى په ولايت كې د سوريې سره پولې ته نږدې د سوري تركمنانو سره په غونډه كې، په سوريه كې د نړيوالو زبرځواكونو په كشمكش نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د سوريې خلك ددې ځواكونو ترمېنځ د رقابت اصلي قربانيان دي.
د تركيې د لومړي وزير مرستيال يالچين اكدوغان د هېواد په سوېل كې د هتاى په ولايت كې د سوريې سره پولې ته نږدې د سوري تركمنانو سره په غونډه كې، په سوريه كې د نړيوالو زبرځواكونو په كشمكش نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د سوريې خلك ددې ځواكونو ترمېنځ د رقابت اصلي قربانيان دي.
اكدوغان زياته كړه چې ``د سوريې كړكېچ په لنډمهال موده كې د آواري وړ نه دى. دا كړكېچ د منځمهالې او اوږدمهالې مودې په اوږدو كې د عاقلانه سياست په غوره كولو سره آوارېدلى شي. له بده مرغه ددې كړكېچ اصلي قربانيان په خپله د سوريې خلك دي او غمونه يې هم د همدوى په غاړه دي.``
اكدوغان په سيمه كې د سوري تركمنانو د اوسېدو د كمپونو نه هم ليدنه وكړه او وويل چې په ځانګړي توګه د خپلو تركمني ورونو سره خواخوږي لرو.
د لومړي وزير مرستيال په دې وروستيو كې د بشار اسد د رژيم د ځواكونو لخوا د روسيې د هوايي بريدونو په مرسته په سوريه كې په تركمن مېشتو سيمو كې عملياتو ته په اشارې سره وويل چې `` تركيه به هغه څه وكړي چې ور پرغاړه وي. موږ د هغوى ترڅنګ ولاړ يو. زموږ تركمني ورونه اوسمهال د باير بوجاك په سيمه كې د بشار اسد د ظالم رژيم د ځواكونو سره مبارزه كوي او خپلې خاورې د ساتنې په موخه قرباني وركوي. د خپلو تركمني ورونو سره په ګډه ددې مبارزې نه ملاتړ كوو.``
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719045305)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719045305)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله