د روسيې په مقابل كې ځيرك توغندي

د امريكا د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت په تركيې باندې د ځيركو توغنديو د خرڅلاوى سند تاييد كړ.

404548
 د روسيې په مقابل كې ځيرك توغندي


دا توغندي چې د هوايي دفاعي سيستم د پياوړتيا په برخه كې رغنده رول لوبوي د جنګي جټ الوتكې نه توغول كيږي.
ځيرك توغندي چې د توغول كېدو نه وروسته د سټلايټ په واسطه هدف ته د رسېدو تر ځايه پورې كنتروليږي، د نړۍ د پرمختللو توغنديو نه شمېرل كيږي.
توغندي د هوا نه هوا ته او د هوا نه ځمكې ته هدفونه په پوره دقت سره ويشتلى شي.


تركيه به په لومړي سر ددې توغنديو نه ۱۰۰۰ دانې واخلي. په دې ډول به د ترهګرۍ سره د مبارزې او د خپل ملي حاكميت او هوايي حريم د ساتنې په برخه كې ترې ګټه پورته شي.
د امريكا د دفاع د وزارت لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې `` تركيه د ناټو په سازمان كې د متفق هېواد او د داعش پر وړاندې د ايتلافي ځواكونو د فعال غړي په توګه ددې توغنديو په اخيستلو كې به له خنډ سره مخامخ نشي.``


د تركيې د هوايي حريم نه د سرغړونې په پايله كې د وسله والو ځواكونو لخوا د روسيې د جنګي جټ الوتكې د نسكورولو نه وروسته روسي ځواكونو په سيمه كې خپل نظامي فعاليت پراخه كړى دى.
روسيې په سوريه كې اېس – ۴۰۰ ډوله توغندي چې د ځمكې نه هوا ته توغول كيږي ځاى پر ځاى كړل.
تركيه هم هڅه كوي چې د ناټو د غړي هېواد په توګه په سيمه كې خپل دفاعي قابليت لوړ كړي.
تېره ورځ په ناټو كې د روسيې سفير، ددې سازمان لخوا د تركيې نه په ملاتړ هم نيوكه كړې وه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه