د بحر لاندې درې پوړيز تونل

استانبول د نړۍ يواځينى ښار دى چې د دوو لويو وچو اسيا او اروپا د تقاطع په نقطه كې پروت دى. استانبول كه څه هم د مساحت له اړخه كوچنى دى خو د څه باندې ۱۴ ميليونو نفوسو په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو لويو ښارونو په كتار كې راځي.

401864

ددې ښار د ترافيكي ستونزو د اواري په موخه د تركيې د ترانسپورټ، بحري چارو او مخابراتو وزارت پتيله ده چې د ښار آسيايي او اروپايي برخه د مرمرې د بحيرې لاندې د يو درې پوړيز تونل په واسطه سره وتړي.
ددې پروژې په چوكاټ كې په د بحيرې په تل كې د ژوره كنده وكيندل شي او هغه تونل به پكې ځاى پر ځاى شي چې د موټرو،اورګاډي او مترو د تګ راتګ لپاره به لارې ولري.
تمه كيږي چې دا پروژه به ۳۱ كيلومتره اوږدوالى ولري چې يوه برخه به يې د بحيرې په تل كې وي. ددې پروژې د پاى ته رسېدلو سره به هره ورځ شاوخوا ۶،۵ ميليونه مسافرين له اروپا نه اسيا ته سفر وكړي.

د يادولو وړ ده چې تركيې د مرمراى په نامه د بحر لاندې د مترو يو تونل شاوخوا ۳ كاله وړاندې پرانيستلو. د مرمراى پروژه د ځانګړي جوړښت له امله په نړۍ كې سارى نه لري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه