ترکیې د انسانیت په برخه کې روسیې ته سبق ورکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن سهار د ترکیې د الانیا په ولسوالئ کې د میشتو روسانو سره د سهار د چای پر مهال لیدنه وکړه.

401206
ترکیې د انسانیت په برخه کې روسیې ته سبق ورکړ

ترکیې د انسانیت په برخه کې روسیې ته سبق ورکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې په ترکیه کې د میشتو روسانو سره لیدنه کوي چې په روسیه کې میشت ترکان د روسېې لخوا زندانونو ته اچول کیږي او د ډول ډول بهانو سره زورول کیږي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د انتالیا ولایت د الانیا په ولایت کې د میشتو روسانو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې نن ورځ په اړیکو کې د داسو ستونزو سره مخامخ یو چې ترکیې يي هیڅکله هم ارزو نده کړې. هغه وویل باور لري چې چې دا ستونزې به خامخا حلوي او د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې به د پخوا نه هم لا پسې قوي کیږي.
چاوش اوغلو وویل چې دې موخې ته د رسیدو په خاطر د هر څه د مخه باید زموږ ترمنځه د ډیالوګ کانالونه پرانیستي وي. هغه زیاته کړه چې د سربستان په پلازمینه بلګراد کې د ملګري سرګي لاوروف سره ګټوره لیدنه وکړه.
چاوش اوغلو وویل چې پدې لیدنه کې په ټولو مسلو د درناوي په چوکاټ کې د یو بل سره خبرې وکړې. هغه وویل چې دا هم حقیقت دی چې زموږ ترمنځه ځیني اختلاف د نظرونو شتون لري خو ددې اختلافاتو د لمنځه وړو په خاطر باید وغږیږو .
چاوش اوغلو وویل نن ورځ د روسیې لخوا ځیني د حقیقت نه لرې او بې بنیاده خبرونه خپریږي. هغه وویل چې د دا ډول مسلو نه باید ډډه وشي ځکه چې یوه ورځ به دا ستونزې حل شي خو د خلکو ترمنځه د نفاق تخم او یا نفاق بیا په اسانه توګه د حل وړ ندی چې د همدې امله هر سړی باید د ډیر مسولیت سره ګام پورته کړي.
روسیه د ترکیې تر ټولو مهم دویم ګډ تجاري هیواد دی
مولود چاوش اوغلو وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه یواځې دوستانه اړیکې نه بلکې د سوداګرئ په برخه کې هم قوي اړیکې شتون لري. د ترکیې او روسیې ترمنځه یو زیات شمیر ګډې پروژې سرته رسول شوي او د لاس لاندې قرار لري. روسیه د ترکیې لپاره تر ټولو مهم او د سوداګرئ په برخه کې دویم لوی شریک هیواد دی.
د همدې امله هم باید د حقیقت لرې او د بې بڼسټه تورونو او خبرونو نه باید ډډه وکړو.
متقابلو پولو ته باید درناوی وکړو
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د انتالیا ولایت او یا د ترکیې په نورو برخو کې د میشتو روسانو امنیت ساتل د انتالیا د خلکو او ټولې ترکیې مسولیت دی. زه پوره باور لرم چې په ترکیه کې میشت روسان تر ننه پورې د هیڅډول کومې ستونزې سره ندي مخامخ شوي. موږ تل تاسې ته د دوستانو او روس ګرځندویانو ته د میلمنو په سترګه کتلي او ګورو.
خو د ترکیې په هوايي حریم تیري کوونکو الوتکو ته د میلمنو په سترګه کتلی نشو. دا ځکه چې د هر څه نه مخکې باید د یو بل پولو او ملي حاکمیت ته درناوی ولرو.
هغه زیاته کړه چې زما تر ټولو ښه دوستان او نږدې ګاونډیان روسان دي. وزیر وویل چې زه پخپله د الانیا د سیمې یم. زما تر ټولو نږدې دوستان روسان دي. دوی په منځ کې سیاستوال، سوداګر او خبریالان هم شتون لري. یو ځل بیا په ټینګار وایم چې انشاالله دا روانې ستونزې به هر څه ژر حل شي.
همداشان پدې لیدنه کې په الانیا کې د روس ژبو هیوادونو د همکارئ او همغږئ د ټولنې ریس وویل چې موږ ورورونه یو او د یو بل نه جلا کیدل مو ناممکنه خبره ده. موږ د یو بل تر څنګ ژوند کولو ته دوام ورکوو. په خپل حکومت او مشرانو باید پوره باور ولرو.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه