د استانبول پولیسو یو تن جاني قاتل د اسراییلو وګړی ونیو

د استانبول پولیسو یو تن جاني او قاتل اسراییلي چې د انسان د بدن د غړیو د تجارت په جرم د انټرپول نړۍوالو پولیسو لخوا هم لټول کیده ونیوه.

400389
د استانبول پولیسو یو تن جاني قاتل د اسراییلو وګړی ونیو

د استانبول د امنیتې قومندانئ د قاچاق پر خلاف د مبارزې ځانګړو پولیسو د بوریس وي په نامه د اسراییلو وګړی چې ترکیې ته د ننوتو هڅه کوله په هوايي ډګر کې ونیو.
د استانبول د امنیتې قومندانئ د معلوماتو له مخې د اسراییلو وګړی بوریس وي چې د انسان د بدن د غړیو په تجارت تورن دی او د انټرپول نړۍوالو پولیسو لخوا هم لټول کیږي د ټایلند نه ترکیې ته د راتګ نه وروسته د اتاترک په هوايي ډګر کې ونیو.
نوموړی قاتل اسراییلي د پولیسو لخوا د نیول کیدو نه وروسته د باقر کوی څارنوالئ ته وسپارل شو.
د بله پلوه پولیس په استانبول کې د نوموړي اسراییلي د ارتباطیانو د نیولو په خاطر هم عملیات پیل کړي دي.
نوموړی اسراییلي وګړی په یو زیات شمیر جنایتونو او د انسانانو د بدن د غړیو په تجارت تورن دی.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه