د ترکیې او روسیې ترمنځه د لومړي‌ ځل لپاره په لوړه کچه لیدنه وشوه

د ترکیې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه

399625
د ترکیې او روسیې ترمنځه د لومړي‌ ځل لپاره په لوړه کچه لیدنه وشوه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اروپا د امنیت او همکارئ د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ۲۲ مې  غونډې  په چوکاټ کې چې په بلګراد کې جوړه شوې وه   د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل.

د ویلو ده چې  غونډه  د مطبوعاتو نه  د بندو دروازو ترشا  او د پلان په مطابق  د ترکیې په ځايي وخت د ماښام په ۴ بجو او ۳۰ دقیقو  پیل شوه . لیدنې  ۴۰ دقیقې  دوام وکړ. د ترکیې لخوا په هوايي حریم  د تیري‌ له امله  د روسیې د جنګي‌ الوتکې  د ویشتو نه وروسته  د لومړي‌ ځل لپاره  د ترکیې او روسیې ترمنځه په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې  لیدنه په مثبتې  فضا کې  او د دوو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شان سره سمه  تیره شوه. هغه وویل  چې په لیدنه کې  د الوتکې  د ویشتو له امله لاوروف ته  د ترکیې خواشیني  څرګنده کړه .

همداشان د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر  بیا  وویل چې  په لیدنه کې د ترکیې نه  نوې  کومه  خبره  وانه وریده . 

د یادولو وړ  ده  چې  ترکیې  د نوامبر په ۲۴ مه نیټه  د روسیې د جنګي‌ الوتکې  د ویشتو نه وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  او روسي‌ مطبوعاتو د ترکیې پر خلاف  په ډول ډول بې بڼسټه تورونو لګولو پیل وکړ. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  ترکیه د داعش سره د تیلو په تجارت  تورنه کړه چې  دا ادعا يي د نړئ لخوا په کلکه توګه رد شوه. 

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر پوتین د ادعاګانو په ځواب کې وویل ، که چیرې  روسیه د ترکیې او داعش ترمنځه د تیلو د تجارت ادعا په اثبات ورسوي‌ خپله دنده به پریږدي  خو په پوتین هم  غږ کوي‌  په اثبات د نه رسولو په صورت کې  ایا  هغه د خپلې دندې نه استعفا کوي؟

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه