اردوغان په پاریس کې د اوباما سره ولیدل

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په پاریس کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه وکړه.

396655
اردوغان په پاریس کې د اوباما سره  ولیدل

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه په روانو پرمختګونو خبرې وکړې. اردوغان وویل چې زموږ موخه دا روانه ستونزه څه ډول د ډيپلوماتیکو لارو سره حلول دي. ځکه چې په سیمه کې روانې ستونزې او شدت موږ هم خواشیني کړي یو.
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د لیدنې د اصلي مادو نه یوه هم د داعش پر وړاندې په سیمه کې د روانې ګډې مبارزې په اړه وه . همداشان د ایتلافي ځواکونو په توګه په سوریه کې د روانې مبارزې د جزیاتو په مسلې خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې په لیدنه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه پدې وروستیو کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې او پدې اړه مو ارزونې وکړې.
هغه زیاته کړه چې موږ موخه دا مسله د ډيپلوماتیکو لارو څخه حلول دي ځکه چې په سیمه کې د روانو ستونزو او شدت په اړه موږ هم خواشیني یو. د دواړو هیوادونو ترمنځه ستونزې دواړو خواوو ته ضرر رسوي. د همدې امله زموږ موخه دا ضرر په سولې او متقابلو ګټو بدلول دي. همداشان د سیمې د سولې او ثبات سره مرسته کول دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په لیدنه کې په سوریه کې د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وشوې. دواړه خواوې په ځانګړې توګه د ویانا د بهیر نه د مثبتې نتیجې ترلاسه کول غواړي. ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې دا بهیر چې دوام لري ښې او مثبتې پایلې ورکړي چې سیمه په راحت سره ساه واخلي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اوباما سره يي په لیدنه کې په سوریه کې د بایربورجاق د ترکمنانو په مسلې هم خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د بایربورجاق سیمه د ترکمنانو سیمه ده او پدې سیمه کې داعش هیڅډول فعالیت نلري. پدې سیمه کې ټول ترکمنان چې په خټه ترکان دي او زموږ خپل او خپلوان دي میشت دي. د تیرو ۳ میاشتو راهیسې په دومداره توګه پدې سیمې هوايي بریدونه دوام لري چې څه باندې ۵۰۰ تنو بې ګناه انسانانو پکې ژوند د لاسه ورکړی دی چې دا وژنې په نړئ کې د سولې په نامه لوی شرم او د خواشینئ خبره ده . ددې په هیله چې دا ستونزه هم هر څه ژر حل شي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه