د استانبول د بایرم پاشاه په سیمه کې چاودنه وشوه

د ترکیې د استانبول د بایرم پاشاه په ولسوالئ کې چاودنه وشوه

397284
د استانبول د بایرم پاشاه په سیمه کې چاودنه وشوه

د ترکیې  د استانبول  ښار  د بایرم  پاشاه په سیمه کې  چاودنه وشوه. چاودنه  د  بایرم شاه  په سیمه کې  د میترو  د لارې  ترڅنګ  وشوه. چاودنه  ډیره  زوروره  وه  چې  غږ  يي  د استانبول  په یو زیات شمیر سیمو  کې  اوریدل شوی دی. د برید نه وروسته سیمې ته  یو زیات شمیر امبولانسونه  واستول شول.

د استانبول  والي‌ د پیښې په اړه وویل چې  په چاودنه کې  یو تن ټپي‌ شوی دی . د چاودنې  نه وروسته  په سیمه کې  د میترو سفرونه ټول  وځنډول شول. عیني‌  شاهدانو  په پیښه کې  د ۲ تنو د ټپي  کیدو  نه خبر ورکړی دی . چاودنه  په یو موټر کې  شوې ده . د چاودنې  نه وروسته سیمه  د پولیسو  لخوا محاصره شوې ده او هیچا ته د سیمې نه د تیریدو اجازه  نه ورکوي. 

ویل کیږي‌ چاودنه  د سیمې نه د چټک غبرګون د پولیسو  د یو بس  موټر  د تیریدو نه  څو شیبې  وروسته  رامنځته شوې ده.  ګمان کیږي‌ چې  د برید موخه  د پولیسو  بس  موټر وو. 


پيوندونه:

اړوند خبرونه