ترکیې دا ځل د افغانستان د معیبوبینو سره مرسته وکړه.

په کابل کې ترکي ځواکونو دا ځل معیوبینو ته د مرستو لاس اوږد کړ

395607
ترکیې دا ځل د افغانستان د معیبوبینو سره مرسته وکړه.


په افغانستان کې د ترکي ځواکونو قومندانئ ۳۴ تنو معیوبینو ته د معیبونیو ځانګړي بایسکلونه ورکړل .
د ویلو ده چې دا بایسکلونه په کابل کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغان چارواکیو په ګډون په مستحقینو وویشل شول.
دا مراسم د کابل د ښځو په بڼ کې جوړ شوي وو. په مراسمو کې په کابل کې د ترکي ځواکونو ځینیو منصبدارانو او چارواکیو ګډون کړی وو.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیالې نجیبه افغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې افغانستان د جګړه روانه ده او هره ورځ ګڼ شمیر کسان ددې جګړې او چاودنو له امله د بدن غړي د لاسه ورکوي او د معیوب کیږي. هغې زیاته کړه چې دوست هیواد ترکیې د افغانستان سره هر وخت ډیر پر ځای مرستې کړي دي چې دادی نن ورځ د نوموړو مرستو په لړئ کې د معیوبینو سره د مرستې شاهدي کوو.
هغه زیاته کړه چې دا کسان چې نن ورځ ورته دا بایسکلونه ورکول کیږي هغه کسان دي چې ددې بایسکلونو د رانیولو وس او توان نلري. تیره اوونئ هم ترکي سرتیرو دوو تنو افغان معیوبو میرمنو ته دا بایسکلونه ورکړي وو. هغوې ۲۳ کاله کیږي چې معیوبي دي خو ددې بایسکلونو د اخیستو توان يي نه درلود.
نجیبه افغان د ترکیې ددې بشري مرستو نه ډیره مننه وکړه او وویل چې الله ج به ددې مرستو اجر مرسته کوونکو ته ورکړي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې چې د ۳۶ کلونو راهیسې جګړه دوام لري د جګړو او چاودنو له امله څه باندې یو میلیون تنو انسانانو د خپل بدن غړي د لاسه ورکړي دي او معیوب شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه