په انتاليا كې د نا قانونه كډوالو نيول

د تركيې په سوېلي ولايت انتاليا كې د امنيتي ځواكونو لخوا ۱۲ تنه نا قانونه كډوال ونيول شول.

394848
په انتاليا كې د نا قانونه كډوالو نيول


د تركيې په سوېلي ولايت انتاليا كې د امنيتي ځواكونو لخوا ۱۲ تنه نا قانونه كډوال ونيول شول.
دا كډوال چې د سوريې او عراق د هېوادونو تابعيت لري د امنيتي ځواكونو لخوا په داسې حال كې ونيول شول چې د ولږې او تندې له امله بې حاله شوي ول.
نيول شوي كسان بېرته خپلو هېوادونو ته د لېږل كېدو په موخه اړوندو ادارو ته تسليم شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه