په جرمني كې د تركيې په يوې قونسلګرۍ بريد

د جرمني د مونستر په ښار كې د تركيې په جنرال قونسلګرۍ باندې د يوې سوځوونكې مادې په واسطه بريد وشو.

394839
په جرمني كې د تركيې په يوې قونسلګرۍ بريد


د جرمني د مونستر په ښار كې د تركيې په جنرال قونسلګرۍ باندې د يوې سوځوونكې مادې په واسطه بريد وشو.
دا بريد نن سهار ` يكشنبه د نوامبر ۲۹` رامنځته شو چې د عمومي رخصتۍ له امله له نېكه مرغه چاته ځاني زيان ونه رسيد خو د قونسلګرۍ ودانۍ ته مادي زيان رسېدلى دى.
د مونستر د ښار پوليسو څرګنده كړه چې د قونسلګرۍ انګړ ته سووځونكې ماده اچول شوې ده چې په پايله كې د ودانۍ دېوال ته زيان رسېدلى دى.
تر اوسه پورې د پېښې د عاملينو په اړه معلومات نشته دى. پوليسو هر اړخيزې څېړنې پيل كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه