د اردوغان لخوا د تسليت پيغام

ولسمشر رجب طيب اردوغان، په يو ترهګري بريد كې د تركيې د ديار بكر د ولايت د مدافع وكيلانو د ټولنې د ريس طاهر ايلچي د وژل كېدو نه وروسته د نوموړي د كورنۍ سره د خپلې خواخوږئ مراسم شريك كړل.

394846

اردوغان د طاهر ايلچي د مېرمن توركان ايلچي سره د ټيلفون په كرښه د خبرو په ترڅ كې د مېړه د مړينې له امله يې خپله خواخوږي څرګنده كړه. اردوغان د خپل ژور خپګان د څرګندولو تر څنګ وعده وكړه چې د طاهر ايلچي د جنايت عاملين به ژر تر ژره ونيول شي او عدالت ته به وسپارل شي.
د يادولو وړ ده چې پرون له غرمې مخكې د دياربكر د ولايت د مدافع وكيلانو د ټولنې مشر طاهر ايلچي په داسې حال كې د وسله والو لخوا په ډزو ووژل شو چې يوې غونډې ته يې وينا اوروله.
په دې بريد كې دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي.

طاهر ايلچي د تركيې يوه پيژندل شوې سياسي څېره هم وه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه