ترکیه د ۲۶ هیوادونو ډیپلوماټانو ته د ترکي ژبې د زده کړې پروګرام
ترکیه د نړئ د ۲۶ هیوادونو د مامورینو، انجینیرانو، خبریالانو او ډیپلوماټانو لپاره ۸ میاشتنې د ترکي ژبې د زده کړې پروګرام پیلوي.
د هیواد نه بهر د ترکانو او اقوامو ریاست چې تیر کال پدې پروژې پیل کړی وو سږ کال يي پکې د یو شمیر هیوادونو مامورین ، اکاډمیسینان او ډیپلوماتان هم شامل کړي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ددې پروګرام په چوکاټ کې به د یمن ، قیرغیزستان، جیبوتي، مغلستان، لیتوانیا، مکسیکو، ویتنام او هنګري په ګډون د ۲۶ هیوادونو نه یو یو تن د ژبې د زده کړې سربیره د ترک کولتور اړوند په سیمینارونو کې ګډون وکړي او یو زیات شمیر ادارو نه به د لیدنې چانس هم ترلاسه کړي.
ویل کیږي د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو او اقوامو ریاست دا پروګرام د استانبول پوهنتون د ژبې او ادبیانو د مرکز په مرسته جوړ کړی دی. همداشان د پروګرام موخه د ترکیې د ژبې ، ادبیاتو، کولتور او ژوند شرایط معرفي کول او د یاد شوو هیوادونو سره پدې اړه د تجربو شریکول دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله