اردوغان: اسلامي نړئ د فقر، بې وزلئ او جګړو په مرکز بدله شوې

ولسمشر اردوغان وویل له بده مرغه چې نن ورځ ټولې سختې تنګې ، فقر او بې وزلې ، ولګه او تنده ، قحطي او بې وسي د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په غړیو هیوادونو کې دوام لري.

368441
اردوغان: اسلامي نړئ د فقر، بې وزلئ او جګړو په مرکز بدله شوې

د هیواد ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د دایمي کمیټې د غونډې په پرانیست وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل له بده مرغه چې نن ورځ ټولې سختې تنګې ، فقر او بې وزلې ، ولګه او تنده ، قحطي او بې وسي د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په غړیو هیوادونو کې دوام لري. ددې سازمان د ۵۴ غړیو هیوادونو په بعضو کې ډیری ماشومان د ولګې او فقر له امله ۵ کلونو عمر ته د رسیدو نه د مخه ژوند د لاسه ورکوي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې له بده مرغه چې نن ورځ اسلامي نړئ د علم، فرهنګ او عرفان د مدنیت پر ځای د ظلم او مظلومانو په نړئ او جغرافیې بدلیږي. ددې خبرې تر ټولو لوی لامل د ورورولئ د اخلاقو او حقوقو د خپو لاندې کول دي.
اردوغان زیاته کړه پداسې یوه نړئ چې ماشومان د ولګې ، تندې، بې وزلې او فقر له امله ژوند د لاسه ورکوي او د ژوند لومړنې اړتیاوې ورته نه رسیږي هیڅوک حضور، هوساینه، خوښي او رفاح نشې موندلې. هیڅوک ځان په امن کې نشې احساسولې.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې نن ورځ په نړئ کې یو موټې جاني قاتلان او ترهګر د اسلام د مبارک دین په نامه چې د سولې او ورورلئ دین دی پخپله مسلمانان په قتل رسوي. ولسمشر زیاته کړه چې ددې ترهګرو ډلو او سازمانونو لومړني هدفونه د هغه مسلمانانو وژل دي چې ددوی سره همفکره او همنظره ندي.
دې ترهګرو ډلو او سازمانونو تر ټولو ستر زیان د اسلام مبارک دین او د اسلامي نړئ ته چې د علم ، فرهنګ او عرفان مرکز دی رسولی دی.
ولسمشر د نړئ د مسلمانانو غږ وکړ چې د هر څه نه مخکې باید د ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف غږ اوچت کړو.
هغه وویل چې د هر چا نه مخکې لومړی باید مسلمانان ددې سرطاني حجرو د لمنځه وړو په برخه کې چې زموږ اسلامي ارزښتونه له منځه وړي او ورور د ورور سره دښمن کوي او زموږ ځوانانو ته فریب ورکوي دنده لري. د ترهګرئ پر خلاف باید ټول یو موټی شو او غوڅ دریځ څرګند کړو.
اردوغان زیاته کړه چې د څو تنو ترهګرو د هویتونو په خاطر د سولې او ثبات او ورورولئ دین د اسلام په مبارک دین د شک او شبهو د لمنځه وړو په خاطر باید هڅه وکړو. اسلام د ترهګرئ دین ندی. اسلام او ترهګر باید څنګ په څنګ یاد نشي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه