اردوغان: هیڅوک د چا په سترګو کې د خاورو د شیندولو حق نلري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې روسیه په سوریه کې د داعش په بهانه په د اسد د رژیم په مخالفینو، ترکمنانو او عربانو هوايي بریدونه کوي. ولسمشر زیاته کړه چې په کومه سیمه چې روسیه هوايي بریدونه کوي هلته د داعش نښه او نښانه هم شتون نلري، پدې بهانو باید نړئ په سترګو کې خاورې ونه ډوړل شي.

368425
اردوغان: هیڅوک د چا په سترګو کې د خاورو د شیندولو حق نلري


د هیواد ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د دایمي کمیټې د غونډې په پرانیست وینا کې وکړې.
ولسمشر اردوغان د ترکیې د هوايي ځواکونو لخوا د ترکیې په هوايي حریم د تیري له امله د روسیې اړوند د جنګې الوتکې د ویشتو د مسلې نه هم یادونه وکړه.
ولسمشر اردوغان په سوریه کې د اسد د قاتل رژیم په ملاتړي روسیې د نیوکو سره وویل چې روسیه په سوریه کې د داعش په بهانه په بې ګناه مخالفینو بریدونه کوي. روسیه چې په کومه سیمه بریدونه کوي هلته د داعش نښه او نښانه هم نه لیدل کیږي، هغه سیمه د سوریې د ترکمنانو سیمه ده .
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې پرون د نامعلوم هیواد ۲ جنګي الوتکو د ترکیې په هوايي حریم تیری وکړ چې سمدلاسه ورته د ترکیې د هوایي ځواکونو لخوا خبرداری ورکړ شو. د ترکیې جنګي الوتکو د ۵ دقیقو په دننه کې ۱۰ ځله تیري کوونکو الوتکو ته خبرداری وکړ چې د ترکیې په هوايي حریم تیری کوئ. ددې خبرداریو سره سره یوه الوتکه بیرته د سوریې پر لورې روانه شوې او بلې بیا تیري ته دوام ورکړی وو.
د ټولو خبرداریو نه وروسته د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو تیري کوونکي الوتکه وویشته او رانسکوره يي کړه. د الوتکې د ویشتو او غورځیدو نه وروسته معلومه شوه چې الوتکه د روسیې د هیواد پورې اړوند وه. د ویشتل شوې الوتکې ځینې پارچې د ترکیې په خاور کې غورځیدلي دي چې له امله يي دوه تنه ټپیان شوي هم دي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د پیښې نه وروسته سمدلاسه د ناټو سازمان ته خبر ورکړ شو. داسې ادعا کیږي چې دا الوتکه د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر تللې وه . ولسمشر اردوغان وویل د هر څه نه مخکې باید وویل شي چې د بایربوجاق په سیمه کې ترکمنان میشت دي. د لازقیه او په شمال کې د داعش د ډلې نښې او نښانې هم شتون نلري. هیڅوک باید د بل چا په سترګو کې خاورې ونه شیندي. د داعش ترهګره ډله د جرابلوس په ختیځو برخو کې شتون لري.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا لومړی ځل ندی چې د ترکیې په هوایي حریم تیری کیږي خو موږ د داسې یوې پیښې مخنیوي په خاطر تل هڅه کړې ده . په کراتو مراتو مو مقابل لوري ته خبرداری ورکړ. تر ننه پورې چې داسې کومه پیښه نوه رامنځته شوې دا هم د ترکیې د صبر او حوصلې نتیجه وه. ترکیې تل هرې ستونزې په حل کې ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته لومړیتوب ورکړی دی . ولسمشر اردوغان وویل چې هیڅوک ددې حق نلري چې نورو ته فریب ورکړي. نن د یو دولت لخوا دداسې یو شخص نه ملاتړ کول چې خپل په سلګونو زره تنه انسانان يي په قتل رسولي دي او اوس هم قتل عامونو ته دوام ورکوي ښکاره ظلم دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د پولې دواړو خواوو ته بشري مرستو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه