د تركيې لخوا د ويشتل شوې الوتكې په اړه وروستي معلومات

د تركيې وسله والو ځواكونو نن سهار د خپل سوېلي سرحد په مربوطاتو كې يوه جنګي جټ الوتكه چې ويل كيږي د روسيې د هېواد پورې اړه لري، وويشتله.

421652
د تركيې لخوا د ويشتل شوې الوتكې په اړه وروستي معلومات

د تركيې د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مقام د معلوماتو په اساس ويشتل شوې الوتكې د تركيې هوايي حريم ته ننوتې وه، چې په ۵ دقيقو كې ۱۰ ځله ورته د تركي مقاماتو لخوا خبردارى وركړل شو. د پر له پسې خبرداري سره سره د تركيې د هوايي حريم نه د نه وتلو نه وروسته پرې بريد وشو او نسكوره شوه.
د تركي مقاماتو د معلوماتو په اساس الوتكه د ښكاري اېف – ۱۶ ډوله جنګي جټ الوتكې په واسطه ويشتل شوې ده.
د بله پلوه د روسيې د دفاع د وزارت چارواكي بيا وايي چې الوتكه د ځمكې نه هوا ته د توغندي په واسطه ويشتل شوې ده. روسي چارواكي همداراز ادعا كوي چې د دوى الوتكې د تركيې خاورې ته نه دي ننوتلي.
ددې سره سره د روسي مقاماتو د انټرفاكس خبري اژانس ته ويلي دي چې دا به له وخته دمخه وي چې د الوتكې د لوېدلو له امله د تركيې سره د روسيې اړيكې ترينګلې شي.
دا په داسې حال كې ده چې په ټولنيزه مېډيا كې داسې ويډيو ګانې هم خپرې شوي دي چې پكې د الوتكې يو تن پيلوټ ښودل كيږي چې د تركمنانو لاس ته لويږي. د بله پلوه ناتاييد شوي رپوټونه وايي چې يو روسى پيلوټ وژل شوى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه