ترکیه د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو د مشرانو کوربه توب کوي

د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو جي شل د سازمان سرمشریزې پیلیدو ته د ګوتو په شمیر ساعتونه پاتې دي.

416995
ترکیه د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو د مشرانو کوربه توب کوي


د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو مشران په غونډه کې د ګډون په خاطر د ترکیې د انتالیا ولایت ته راروان دي.
د ویلو ده چې د جي شل دا سرمشریزه په پاریس کې د پرونیو خونړیو بریدونو تر سیوري لاندې تیریږي.
د فرانسې ولسمشرئ د ماڼئ د معلوماتو له مخې د نوموړي هیواد ولسمشر فرانسوا اولاند په هیواد کې د رامنځته شوي ستر قتل عام او خونړیو پیښو له امله په جي شل سرمشریزه کې ګډون نکوي. ویل کیږي په غونډه کې به د هغه په استازیتوب د مالیې وزیر ګډون وکړي.
د جي شل دا سرمشریزه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ جوړیږي. د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د میلمنو نه د هر کلي په خاطر تیره ورځ انتالیا ته سفر وکړ.
ویل کیږي د جي شل په سږنئ سرمشریزه کې به نړۍوال اقتصاد، ډیپلوماسئ، سیاسي مسایلو سربیره د ترهګرئ په مسلې په هراړخیزه توګه خبرې وشوي.
د ویلو ده چې د جي شل سرمشریزه به د نوامبر په ۱۵ مه یعنې سبا د ترکیې د انتالیا په ولایت کې پیل شي. د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سرمشریزې د پیل نه د مخه د نړئ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنې وکړي.
ویل کیږي د چا خبره د جې شل د سازمان د غړیو هیوادونو ټولو مشرانو د ولسمشر اردوغان سره د دوه په دوه لیدنې وړاندیز کړی دی .
همداشان د هیواد د ولسمشر میرمن آمنه اردوغان به د نړئ د مشرانو د میرمنو سره په ګډه په یو زیات شمیر پروګرامونو کې ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان به د خپلې میرمنې سره یو ځای په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو مشرانو په ویاړ میلمستیا ورکړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه