دا لمبه به د ټولو لمن ته اور واچوي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوريه كې د روانې كورنۍ جګړې په پايله كې د كډوالو د كړكېچ نه په يادونې سره وويل چې د ټوله نړۍ د كډوالو دا خواشينونكي ډرامه يواځې تماشا كوي.
اردوغان ټولې نړۍ ته په خطاب كې وويل چې `` موږ د حقيقت د بيان لپاره چيغې وهو. يوه ورځ به راشي چې هغه كسان چې د سوريې اور ته لرګي وړي، پخپله به هم خپله لمن ددې اور نه ونشي ساتلى. دا يو دوستانه خبردارى دى.``
اردوغان په داسې حال كې دا څرګندونې كوي چې درې ورځې وروسته به د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو مشران په انتاليا كې سره را ټول شي او د نړۍ د اقتصادي او سياسي راتلونكې په اړه به خبرې اترې وكړي.
اردوغان وويل چې `` نړۍ ته بايد يواځې د پرمختللو هېوادونو د فعاليت د ډګر په توګه ونه كتل شي. د جي – ۲۰ د غونډې اصلي موخه د خبرو اترو په پايله كې عملي اقدامات دي.
اردوغان د كډوالو د ستونزې په اړه وويل چې نن سهار هم له بده مرغه د كډوالو د تېښتې پر مهال كيښتۍ ډوبه شوه چې پكې ۱۴ تنه مړه شول. آيا د نړۍ د وجدان د ويښتيا لپاره بايد حتما د آيلان كردي په څېر د يو ماشوم مړينه په كار ده؟ كه چېرې آيلان نه وي نو آيا نړۍ به همداسې چوپه خوله وي؟ د وژل شوو كسانو ترمېنځ ډېرى آيلان ته ورته كسان دي. ټول مري. انسانيت يې له لرې ننداره كوي.``
د يادولو وړ ده چې آيلان كردي د هغه دوه نيم كلن سوري ماشوم نوم دى چې څو مېاشتې وړاندې د تركيې په ساحل كې يې مړى وموندل شو.
اردوغان د نړۍ پر مشرانو غږ وكړ چې راځئ د سوريې ستونزه آواره كړو. د تركيې د حل لارې پلان درې اړخونه لري. لومړى بايد د مخالفو د روزنې د پروژې نه ملاتړ وشي. په دويم ګام كې د سوريې په خاوره كې د ترهګرو نه پاكه شوې سيمه رامنځته شي او په دريم ګام كې د سوريې هوايي حريم باندې بنديز ولګول شي. راغلي كډوال به په همدې امنې سيمې كې ځاى پر ځاى شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله