اردوغان: نړۍوالې ټولنې خپل بصیریت د لاسه ورکړی

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل هر هغه څوک چې په سوریه کې لګیدلي اور ته لرګي چلوي او ددې اور د لمبو د لا زیاتولو هڅه کوي دا اور به خامخا یوه ورځ د هغوې لمنو ته هم ورسیږي .

415170
اردوغان: نړۍوالې ټولنې خپل بصیریت د لاسه ورکړی


ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې راځۍ د ترکیې د پولو په منځ کې باامنه سیمه اعلان کړو، په سیمه کې په الوتنو بندیز ولګو، د ترهګرئ نه پاکه سیمه اعلان کړو ، د مخالفینو د روزنې او په وسلو د سمبالولو سره دې روانې ستونزې ته د پای ټکی کیږدو.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د بهرنۍ سوداګرۍ او اړیکو د ادارې په کاري غونډه کې چې د یو زیات شمیر هیوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو وکړې.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په نړئ د عدالت د تامینولو نه پرته جدي پرمختګ ناممکنه دی چې په سوریه کې ددې خبرې تر ټولو د ژوندۍ او ښې نمونې شاهدي کوو.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې څه باندې ۳۷۰ زره تنه بې ګناه انسانان په قتل رسول شوي دي خو نړۍ اوس هم چپه خوله ناسته ده . هغه وویل خامخا باید یو ایلان مړ شي چې نړۍ غږ پورته کړي؟ نن ورځ هلته په لسګونو او په سلګونو ایلان په څیر معصوم ماشومان او بې ګناه انسان وژل کیږي. نړۍواله ټولنه یواځې ننداره کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې نن ورځ د نږدې ۳ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي . ترکیې پدې میلمنو ۸ عشاریه ۵ میلیونه ډالره په مصرف رسولي دي. هغه په نړۍوالې ټولنې د مرستو غږ وکړ چې د کډوالو سره د مرستو کچه لا لوړه کړو.
ولسمشر اردوغان نړۍ ته خبرداری ورکړ که چیرې د ترهګرئ پر وړاندې په ګډه حرکت او مبارزه ونکړو دا اور نن وي او که سبا ستاسې لمنو ته هم رسیږي .
ولسمشر اردوغان وویل نن یو شمیر برخې په سوریه کې د ترهګرئ پر وړاندې د مبارزې په بهانه د بعضو سیاسي لوبو په لټه کې دي خو موږ پوره باور او یقین لرو چې په ډیره کمه موده کې به په خپلې خطا پوه شي.
ولسمشر زیاته کړه چې د نړئ یو زیات شمیر هیوادونه د سوریې روانه ستونزه د مطبوعاتو د لارې تعقیبوي، د یو زیات شمیر هیوادونو مشران د کاغذ د پاسه ارزونې کوي خو موږ ددې ستونزو په منځ کې قرار لرو. موږ دې حقیقت سره هره ورځ مخامخ کیږو. د همدې امله موږ تل حقیقت وایو. ولسمشر اردوغان وویل نن ورځ چې هر څوک په سوریه کې لګیدلي اور ته لرګي چلوي او ددې اور د لمبو د لا زیاتولو هڅه کوي نن وي او که سبا دا اور به هم د هغوې لمنو ته هم ورسیږي. هغوې به هم پدې اور کې راګیر شي.
دا یو صمیمي او دوستانه خبرداری دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه