په سوريه كې د تركيې سره كرښه
ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انتاليا كې د خبريالانو د پوښتنو د ځوابولو پرمهال وويل چې د سوريې په شمال كې د فرات د سيند لوديځې غاړې ته د كردي وسله والو تېرېدل د تركيې لپاره د منلو وړ نه دي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په انتاليا كې د خبريالانو د پوښتنو د ځوابولو پرمهال وويل چې د سوريې په شمال كې د فرات د سيند لوديځې غاړې ته د كردي وسله والو تېرېدل د تركيې لپاره د منلو وړ نه دي.
اردوغان په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې د څانګې پي واى ډي وسله والو ته خبر دارى وركړ چې د فرات د سيند لودېځې غاړې ته د اوښتلو هڅه و نه كړي. د اردوغان په وينا دا د سوريې په سياست كې د تركيې ``سره كرښه`` ده.
ولسمشر د پي واى ډي وسله والو ته په اشارې سره وويل چې `` څه موده وړاندې يې هڅه وكړه خو د متقابل اقدام سره مخامخ شول. پدې برخه كې زموږ حساسيت به همداسې دوام وكړي. پدې اړه دې نړۍ هم ښه پوهه شي.
اردوغان همداراز په سوريه كې د روسيې د هوايي عملياتو په اړه څرګنده كړه چې `` په سيمه كې هېوادونه د `` داعش د ويشتلو`` تر نامه لاندې ملكي وګړي وژني او د باير بوجاك په سيمه كې تركمنانو باندې بمباري كوي. دې اقداماتو ته په نېكه سترګه نه ګورو. په دې اړه مو د هغوى د مقاماتو سره خبري كړي دي.``
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله