په ترکیه کې د داعش ۲۰ تنه غړي ونیول شول

په ترکیه کې د داعش ترهګریزې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې ۲۰ تنه ونیول شول.

411812
په ترکیه کې د داعش ۲۰ تنه غړي ونیول شول

په ترکیه کې د داعش ترهګریزې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې ۲۰ تنه ونیول شول.
د هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو نن سهار د انتالیا په ولایت کې چې د نوامبر په ۱۴ مه د جي ۲۰ د نړۍوالې سرمشریزې کوربه توب کوي د داعش ډلې پر خلاف په عملیاتو کې ۲۰ تنه ونیول .
ویل کیږي د نیول شوو کسانو نه دوه تنه ښځې او دوه تنه هم د روسیې وګړي دي.
د بله پلوه نن د هیواد د استانبول په ښار کې د اتاترک په هوايي دګر کې ۴۱ تنه بهرنیان چې د داعش ډلې سره د یو ځای کیدو په شک ونیول شو.
د مراکش کزابلانکا د ښار نه استانبول ته راغلي ۴۱ تنه بهرنیان د هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ځانګړو پولیسو لخوا وڅیړل شول.
د څيړونو نه وروسته ۲۰ تنه يي بیرته د هیواد د پولو نه وویستل شول او ۲۱ تنه نور يي بیرته خپل هیواد ته وسپارل شول.
دې کسانو د داعش د ډلې سره د یو ځای کیدو په خاطر سوریې او عراق ته د تګ پلان درلود.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په هوايي ډګر کې بهرنیان نیول کیږي. ددینه وړاندې هم په کراتو مراتو د هیواد په هوایي دګرونو او د ښاري بسونو په عمومي تم ځایونو کې په لسګونو تنه نیول شوي او بیرته خپلو هیوادونو ته سپارل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه