په ترکیه کې د افغان کډوالو د یوې بلې سترې فاجعې مخه ونیول شوه

د ترکېې د سواحلو امنیتي ځواکونو ۱۲۹ تنه افغان او سوري کډوال چې کښتۍ د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل.

363289
په ترکیه کې د افغان کډوالو د یوې بلې سترې فاجعې مخه ونیول شوه

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د ترکیې د موغلا په ولایت کې د سواحلو امنیتي ځواکونو د کډوالو د سترې فاجعې مخه ونیوله.
افغان او سوري کډوالو نن د ترکیې د ګیمي لری بای د سیمې نه په یوې ۱۴ متره کښتۍ کې د یونان د رودوس د ټاپو پر لورې حرکت وکړ چې د رودوس ټاپو په پنځه کیلومترۍ کې کښتۍ ماشین خراب او کښتۍ په ډوبیدو پیل وشو.
د ترکیې د سواحلو امنیتي ځواکونو چې په سیمه کې په ګزمې بوخت ول سمدلاسه مداخله وکړه او ټول کډوال يي ژوندي وژغورل.
ویل کیږي د ژغورل شوو کډوالو نه يي ۳۳ تنه ماشومان او یو زیات شمیر ښځې وې.
ژغورل شوي کډوال د ترکیې د سواحلو د امنیت د پولیسو په کښتۍ کې ترکیې ته راوړل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه