د ټاكنو نه وروسته به څه كيږي؟

په تركيه كې د پرونيو پارلماني ټاكنو د ترسره كېدو نه وروسته نارسمي پايلې اعلان شوې. په دې اساس د عدالت او پراختيا ګوند په پارلمان كې د اكثريت د ترلاسه كولو سره په يواځې ځان د راتلونكي حكومت جوړول پر غاړه واخيستل.

408169
د ټاكنو نه وروسته به څه كيږي؟


په تركيه كې د پرونيو پارلماني ټاكنو د ترسره كېدو نه وروسته نارسمي پايلې اعلان شوې. په دې اساس د عدالت او پراختيا ګوند په پارلمان كې د اكثريت د ترلاسه كولو سره په يواځې ځان د راتلونكي حكومت جوړول پر غاړه واخيستل.
د تركيې د قوانينو په اساس د پرونيو ټاكنو رسمي پايلې به د ټاكنو د عالي شورا لخوا ۱۱ ورځې وروسته اعلان شي. ددې سره سم به په راتلونكو ۱۰ ورځو كې د ملي شورا يا پارلمان د ريس د ټاكنې په موخه د وكيلانو ترمېنځ ټاكنې وشي. د تعامل په اساس د پارلمان د لومړنۍ غونډې مشري به د وكيلانو ترمېنځ د تر ټولو لوړ عمر لرونكي وكيل پر غاړه وي. د لومړۍ غونډې نه وروسته په راتلونكو ۵ ورځو كې به د پارلمان د رياست او د منشيانو د پوست لپاره د وكيلانو ترمېنځ نوماند وټاكل شي او په وروسته ۵ ورځو كې په ټاكنې وشي.
ددې بهير نه وروسته به ولسمشر رجب طيب اردوغان د اوسني حكومت استعفا ومني او د نوي حكومت د جوړولو په موخه به يو بل ځل بيا احمد داوود اوغلو ته صلاحيت وركړي.
لومړى وزير به په نوي حكومت كې د كابينې د غړو د ټاكلو نه وروسته په ټوليزه توګه په پارلمان كې د حكومت پروګرام ولولي او په دوو ورځو كې په پدې اړه د مخالفو ګوندونو سره بحثونه وشوي. په دريمه ورځ به د حكومت لپاره د اعتماد د رايې د اخيستلو په موخه رايه اچوونه وشي.
په دې ډول به د تركيې د جمهوريت ۶۴م حكومت په رسمي توګه په دنده پيل وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه