د بري نه وروسته تاريخي وينا
د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو په ټاكنو كې د بري نه وروسته په انقره كې د خپل ګوند د مركزي دفتر نه د `` بالكني عنعنوي`` وينا وكړه.
د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو په ټاكنو كې د بري نه وروسته په انقره كې د خپل ګوند د مركزي دفتر نه د `` بالكني عنعنوي`` وينا وكړه.
احمد داوود اوغلو په لومړي سر كې وويل چې دا ټاكې بايلونكى نه لري. ګټونكې تركيه ده.
داوود اوغلو زياته كړه چې`` د نن شپې نه وروسته د اندېښنې ځاى امېد نيولى دى. د هر چا د حقونو نه د حفاظت ضمانت كوو. د ۷۸ هېوادوالو حقونه په مطلق ډول ساتل كيږي.``
داوود اوغلو په ټولنه كې ټولو رنګونو ته خپل غېږه پرانيستله او ويې ويل چې په تركيه كې د ټولو هويتونو د وقار نه د ډك ژوند د تېرولو په موخه هلې ځلې وكړي.
داوود اوغلو له ځنډ پرته د كار كولو اهميت ته په اشارې سره وويل چې ``د داسې يوې تركيې لپاره بايد په ګډه لاسونه بډ وهو چې په كې جګړه نه وي.``
داوود اوغلو په پاى كې د يو نوي اساسي قانون د تدوين په اهميت باندې هم ټينګار وكړ او په ټولو سياسي ګوندونو باندې يې غږ وكړ چې په ګډه د ملكي اساسي قانون د تدوين لپاره لاس په لاس سره فعاليت وكړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله