د عدالت او پراختيا د ګوند غوڅ برى

د ۲۰۱۵م كال د نوامبر د مياشتې د لومړۍ نېټې په پارلماني ټاكنو كې د عدالت او پراختيا ګوند غوڅ برى تر لاسه كړ.

361789
د عدالت او پراختيا د ګوند غوڅ برى


د ۲۰۱۵م كال د نوامبر د مياشتې د لومړۍ نېټې په پارلماني ټاكنو كې د عدالت او پراختيا ګوند غوڅ برى تر لاسه كړ.
په دې ډول دا ګوند كولاى شي چې په يواځې د حكومت واګي په لاس كې واخلي.
د نارسمي شمېرو له مخې د عدالت او پراختيا ګوند د ۴۹.۳ سلنې رايو په ترلاسه كولو سره د تركيې د پارلمان د ۵۵۰ چوكيو نه ۳۱۶ خپلې كړې.
د لومړي وزير احمد داوود اوغلو په مشرۍ دا ګوند د حكومت د جوړولو لپاره د پارلمان د ۲۷۶ غړو رايو ته اړتيا لري چې په اسانۍ سره كولاى شي چې د راتلونكو ۵ كلونو لپاره د حكومت ټولې چارې په لاس كې ونيسي.
په دې ټاكنو كې د عدالت او پراختيا د ګوند مخالفو ګوندونو بيا ماتې وخوړله. په تېره بيا د تركي ملتپالو او كردي ملتپالو ګوندونو رايې كمې شوي دي.
د عدالت او پراختيا ګوند د همدې كال د جون د مياشتې د اومې نېټې د ټاكنو په پرتله د خپلو رايه كچه شاوخوا ۹ سلنه زياته كړې ده. په دې ډول د تېرو ټاكنو په پرتله يې په پارلمان كې د وكيلانو شمېره هم د ۲۵۸ نه ۳۱۶ ته لوړه كړه.
ټاكل شوې ده چې د عدالت او پراختيا د ګوند مشر او د تركيې لومړى وزير احمد داوود اوغلو به يو ساعت وروسته د خپل ګوند د مركزي ودانۍ نه خپلو مينه والو ته په خطاب كې وينا واوروي.

په پارلمان كې د نورو ګوندونو د رايو كچه په لاندې ډول ده:
د خلكو د جمهوري ګوند CHP : ۲۵.۴ سلنه. د وكيلانو شمېره : ۱۳۴
د ملتپاله غورځنګ ګوند MHP: ۱۲ سلنه د وكيلانو شمېره : ۴۱
د خلكو ديموكراتيك ګوندHDP : ۱۰،۵ سلنه رايې ترلاسه كړي دي. د وكيلانو شمېره : ۵۹
په ژوندۍ بڼه د ټاكنو د پايلو لپاره دا ځاى كېكاږئ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه