نن د تركيې د جمهوريت ۹۲مه كليزه ده.

پوره ۹۲ كاله وړاندې د ۱۹۲۳م كال د اكتوبر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د تركيې د ملي شورا لخوا په هېواد د جمهوريت نظام اعلان شو.

403405
نن د تركيې د جمهوريت ۹۲مه كليزه ده.


پوره ۹۲ كاله وړاندې د ۱۹۲۳م كال د اكتوبر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د تركيې د ملي شورا لخوا په هېواد د جمهوريت نظام اعلان شو.
د تركيې د جمهوريت موسس مصطفى كمال اتاترك د لومړۍ نړيوال جګړې پرمهال د عثماني امپراتورۍ د ماتې خوړولو نه وروسته د اناتوليا په سيمه كې د بريتانوي، فرانسوي، ايټالوي او يوناني ځواكونو سره د خپلواكۍ د څلور كلنې جګړې په پايله كې د ملي شورا په مرسته د هېواد سياسي نظام جوړ او جمهوريت اعلان كړ.
دا ورځ هر كال په ټوله تركيه، شمالي قبرس تركي جمهوريت او بهرنيو سياسي نماينده ګيو كې د شانداره مراسمو په ترڅ كې لمانځل كيږي.
نن هم په پلازمېنه انقره كې رسمي مراسم د اتاترك له مزاره د ولسمشر رجب طيب اردوغان او ورسره مل پلاوي د زيارت سره پيل شول.
ولسمشر اردوغان نن غرمه د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې د هېواد د ۸۱ ولايتونو نه راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وويلو.
د جمهوريت د ورځې لمانځل نن شپه تر ناوخته پورې په ټول هېواد كې ولمانځل شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه