د سوريې په شمال كې د تركيې ملي ګټې

د سوريې په شمال كې د داعش د ترهګرې ډلې تر څنګ د پي واى ډي په نامه د كردانو وسله وال اورپكي هم فعاليت كوي چې د تركيې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل كيږي

402514
د سوريې په شمال كې د تركيې ملي ګټې


د سوريې په شمال كې د داعش د ترهګرې ډلې تر څنګ د پي واى ډي په نامه د كردانو وسله وال اورپكي هم فعاليت كوي چې د تركيې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل كيږي.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې د پي واى ډي ډله نشي كولاى چې سوريې په شمال كې د فرات د سيند غربي غاړې ته واوړي.
د داوود اوغلو په وينا `` د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو د څارونكو د راپورونو په اساس، پي واى ډي د سوريې په شمال كې د تل ابيض په سيمه كې توكمي پاكسازي پيل كړې ده. په سيمه كې د عربانو او تركمنانو اړوند كلي په زوره تش شوي دي. پي واى ډي په سوريه كې جنګي جنايات ترسره كړي دي.``
داوود اوغلو زياته كړه چې ``دا ډله نشي كولاى چې د فرات د سيند لودېځې غاړې ته واوړي. دا په سيمه كې د تركيې د ملي ګټو خلاف دى. د فرات د سيند په ختيځ كې به هم د دوى فعاليتونه له نږدې وڅارل شي. دوى نشي كولاى چې داسې فعاليت ترسره كړي چې د تركيې ګټو ته زيان ورسوي.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه