د تركيې- امريكا ګډ نظامي تطبيقات

د تركيې او امريكا د متحدو ايالتونو د بحري ځواكونو ګډ نظامي تطبيقات پرون پيل شول.

399560
د تركيې- امريكا ګډ نظامي تطبيقات


د تركيې او امريكا د متحدو ايالتونو د بحري ځواكونو ګډ نظامي تطبيقات پرون پيل شول.
دا تطبيقات چې د ايګمن – ۲۰۱۵ په نامه ياديږي د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو يو شمېر سرتيري په كې ګدون كوي. تطبيقات د تركيې په سوېل لوېديځ كې د ايزمير د ولايت په مربوطاتو كې د اژې د بحيرې په سواحلو كې روان دي.
د تركيې د وسله والو ځواكونو د لوى درستيز د مقام د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس ددې تطبيقاتو موخه د دواړو هېوادونو د نظامي ځواكونو د متقابلې همكارۍ د سطحې لوړوالى دى.
ددې تطبيقاتو نه د انګلستان او جنوبي كوريا د هېوادونو نظامي استازي نظارت كوي.
ټاكل شوې ده چې دا تطبيقات به د اكتوبر د مياشتې تر ۲۸مې نېټې پورې دوام وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه