ولسمشر اردوغان : ترکیې په تیرو لسو کلونو کې بې ساري پرمختګ کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په هیواد کې د ترهګریزو پیښو سره سره اقتصادي وده دوام لري او انشاالله چې تر ۲۰۲۳ کاله به ترکیه د نړۍ په لسو لویو اقتصادي هیوادونو کې شامله شي.

397684
ولسمشر اردوغان : ترکیې په تیرو لسو کلونو کې بې ساري پرمختګ کړی


ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د هیواد د ټولو صنایعګرانو او سوداګرو د ټولنې په عمومي غونډه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځه په اوسط ډول سره هر کال پنځه سلنه اقتصادي وده کړې ده . ولسمشر اردوغان وویل غواړم ددې خبرې په ټینګار ووایم چې دا اقتصادي وده پداسې حال کې شوې ده چې په نړۍ کې اقتصادي بحران دوام درلود. د ۲۰۰۸ کال نړۍوال اقتصادي کړکیچ د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونه د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي وو خو ترکیې بیا د الله په مرسته اقتصادي ودې ته دوام ورکولو.
ولسمشر اردوغان وویل په روان کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو او د روانو ترهګریزو پیښو او د نوامبر په لومړۍ نیټه یو ځل بیا د ټاکنو د ترسره کولو سره سره ترکیې د کال په لومړنۍ ربع کې ۲ عشاریه ۳ او په دویمه ربع کې بیا ۳ عشاریه ۸ سلنه اقتصادي وده کړې ده .
ولسمشر اردوغان وویل چې د نوامبر په ۱۵ او ۱۶ مو نیټو د هیواد د انتالیا په ولایت کې د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو د مشرانو سرمشریزه کیږي چې دا سرمشریزه به د هیواد د اقتصادي ودې سره لا مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه چې د جي شل د سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې د جي شل د ځوانانو او د ښځو سرمشریزې هم وشوې .
ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې پورته کیدونکي ګامونه په نړۍ کې د سولې ثبات سره هم ډیره مرسته کوي. هغه وویل پوره باور لري چې ترکیه به د نورو په پرتله ډیر جدي پرمختګ وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د خپلو وګړو سربیره هر کال ۴۰۰ زرو تنو بهرنیانو ته روغتیايی خدمات وړاندې کوي. هغه وویل چې د ۲۰۰۳ کال نه راپدیخوا کې په ترکیه کې ۲۷۹ د اوبو بندونه، ۱۴۴ تونلونه، ۶۷۹ زره نشیمن اپارتمانونه جوړ او ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې نن ورځ ځیني برخې غواړي چې ترکیه نړۍ ته یواځې د ترهګرۍ، د ترهګرو د ضد انساني بریدونو، د سوریې نه د راغلو د کډوالو د څپو معرفي کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍ ته د ترکیې دا ډول انځور معرفي کول د ترکیې او د ترکیې د ملت سره ستر جفا ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه